مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

له ملي پيوستون پروګرام سره څه باندې ١١٦ ميليونه ډالره مرسته وشوه

احمدفیصل
اروپایي ټولنې د کلیو او پراختیا وزارت له لارې د افغانستان د کلیو د پراختیا لپاره ۱۱۶ میلیونه ډالره مرسته وکړه. د دې مرستې قرارداد پرون د اروپايي ټولنې د پلاوي د مرستيال سټېفن هوبر او د افغانستان د مالیې د وزیر عمر زاخېلوال ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو. د ماليې وزیر د دغه قرارداد د لاسلیک پر مهال وویل، چې دا مرسته به د ملي پیوستون د رامنځته کولو، د کلیوالي او لار جوړونې د ملي برنامې، د ټولګټو پروژو د څارنې او ارزونې او د کلیو پراختیا په وزارت کې د اصلاحاتو راوستلو په برخو کې ولګېږي. هغه زیاته کړه: ((سره له دې چې موږ د کلیو د اوسېدونکو په ژوند کې د دې برنامې له لارې د پام وړ انکشاف شاهدان یو، خو لا هم د کلیو د خلکو په ژوند کې وده د دولت په برنامو کې له لومړيتوبونو ده.)) د مالیې وزیر وویل، دا مرسته د دې لپاره چې ارپايي ټولنې د کلیو پراختیا پر وزارت باور درلود وکړې او د ویاړ ځای دی چې دغه وزارت نړیوال باور ترلاسه کړی دی. زاخېلوال له اروپايي ټولنې څخه په مننې زياته کړه، چې په دې برخه کې لا زياتې پانګونې ته اړتيا ده. د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت مرستيال محمد طارق عصمتي په دې خبري ناسته کې وويل، چې دا پروګرام په ټول هېواد کې په لرو او محرومو سيمو کې تر سره کېږي. هغه زياته کړه: ((د وياړ خبره ده، چې يو ځل بيا د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د خپل کاري ظرفيت له مخې د اروپايي ټولنې ملاتړ ترلاسه کړ.)) په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مرستيال ستيفن هوبرStefan Huber وويل، چې د لارو رغونې او لرې سيمو پروګرام، خدماتو ته د لرې پرتو سيمو د اوسېدونکو لاسرسى اسانه کړى، څو ژوند يې وده وکړي. هغه زياته کړه، چې د ټولنې ونډه به کليوال ډېر پياوړي کړي، چې د خپلو ټولنو د پراختيايي پروګرامونو مديريت تر ډېره په خپل لاس کې واخلي. اروپايي ټولنه وايي، دغه ټوله مرسته څه باندې ٩٠عشاريه پنځه ميليونه يورو کېږي، چې د ١١٦ عشاريه شپږ ميليونه امريکايي ډالرو معادل وه او د مرستې تر ټولو ستره برخه څه باندې ٨٤ ميليون يورو کېږي، چې د افغانستان د بيارغونې وجهي صندوق او نړيوال بانک له خوا د کليوالي سيمو د ملي پروګرام د ملاتړ په موخه ترې د ملي پيوستون او د لرې پرتو سيمو د جوړونې د درېيم پړاو لپاره ترې کار اخيستل کېږي. پنځه زره يورو په کليو بيارغونې او پراختيا رياست کې د اصلاحاتو د ملاتړ او زر يورو د څارنې او ارزونې د کارونو لپاره ځانګړي شوي دي. اروپايي ټولنې له ٢٠٠٣ کال راهيسې تر اوسه د ملي پيوستون پروګرام سره په څه باندې ٣٢زره کليو کې ياد پروګرامونه منسجم کړي دي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery