مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

خوستیان: نوی حکومت دې د سولې لپاره جامع تګلاره رامنځته کړي

احمدفیصل
د خوست اوسیدونکي له نوی حکومت نه چې په نږدې ورځو کې به خپل کار پیل کړي، غوښتنه کوي چې تر ټولو د مخه دې په افغانستان کې د دایمي سولې او امنیت لپاره په یو پراخه او معقول میکانیزم کار وکړي. دوی وايي تر هغه مهاله چې په دغه میکانیزم او پلان کې د افغانستان ګاونډیان، نړیواله ټولنه او ټول کورني سیاسي جریانونه او ډلې شاملې نه شي، په دې هېواد کې به دایمي او سراسري سولې ته رسېدل ستونزمن او ناشوني وي. مدني فعال نصیراحمد روښان په خوست کې د سولې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې چې د افغان فرهنګ د کلتوري موسسې او د امریکا د متحده ایالتونو د سولې انسټیټیوټ له خوا په ګډه جوړه شوې وه وویل، که په افغانستان کې د سولې په بهیر ټول تاثیزګزاره اړخونه په یو هر اړخیز میکانیزم کې راغونډ نه شي، نو د سولې ستر ارمان ته رسېدل به ستونزمن وي. ده وویل: « د راتلونکې حکومت یو د اساسي مکلفیتونو او مسوولیتونو څخه دا دی؛ چې په افغانستان کې د دایمي سولې او امن د راوستلو له پاره یو عملي او جامع میکانیزم ایجاد کړي، چې په دې پلان کې د افغانستان ګاونډیان، نړیواله ټولنه، د امریکا متحده ایالات، په افغانستان کې سیاسي احزاب، اپوزیسیون او ټولې هغه ښکېلې خواوې چې د افغانستان په سوله تاثیرګزاره دي، په دې بهیر کې ورشاملې کړي، له هغې پرته به ستونزمنه وي، چې موږ د سولې ستر ارمان ته ورسیږو.» د افغان فرهنګ کلتوري موسسې استازي محبوب الله خان په وروستیو کالونو کې د سولې لپاره د خوستوالو هلو ځلو ته اشاره وکړه او ويې ویل، چې د دې نمانځنې څخه موخه دا ده چې خوستوال لا هم دې هېوادنۍ پروسې ته وده او پرمختګ ورکړي. ده وویل: « د افغان فرهنګ د کلتوري موسسې له خوا او همدارنګه د امریکا د سولې د انسټیټیوټ له خوا دا د سولې ورځ د خوست په شان ولایت کې نمانځو، ځکه چې په رښتیا هم د خوست خلکو په تېرو څو کالونو کې سولې ته کار کړی دی. خلک يې سوله خوښوونکي دي، نو موږ د همدغه ذهنیت او ژمنې د تازه کولو په خاطر غواړو په خوست کې د سولې ورځ ولمانځو تر څو په راتلونکې کې هم سوله وده وکړي.» لیکوال او د نظر خاوند یوسف انتظار وايي که افغان حکومت او نړیواله ټولنه په افغانستان کې سوله غواړي نو هغه ټولو ستونزو او ننګونو ته دې حل لارې پیدا کړي چې د سولې پر وړاندې پرتې دي. ده وویل: « زه امیدوار یم، که چیرې افغان حکومت او نړیواله ټولنه په رښتیا هم سولې ته لېوالتیا ولري، نو باید ټول هغه چالشونه او ننګونې چې په اوسنۍ زماني مقطع کې د سولې پر وړاندې پرتې دي، یو حل لاره ولټوي او نور کوم د ناامنۍ حالت چې په دې هېواد کې روان دی، دې ته د پای ټکی کېږدي.» د مدني چارو فعاله زهره جلال وايي، په جګړو کې ولسي خلک زیانمنیږي، نو باید د سولې لپاره تر ټول ډېر دوی خپله ونډه سرته ورسوي. مدني فعاله نعت بي بي عمري وايي، چې ناامنیو د ښځو په ژوند بده اغېزه کړي او د دوی د ټولنیزو خدمتونو او زده کړو پر وړاندې يې جدي ننګونې پیدا کړي دي، نوموړې تر هر چا زیات ښځو له پاره سوله د یوې سترې اړتیا په توګه یادوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery