مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

عطامحمد نور: د کاندیدانو له هوکړې سره موافق یم

احمدفیصل
د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د ملي حکومت په اړه له شوې پرېکړې سره مخالف نه دی خو هيله يې لرله چې د خلکو او ډيموکراسۍ رښتينې ارادې ته لومړيتوب ورکړل شوی وای. د بلخ والي او د جمعيت اسلامي ګوند د اجرائيه شورا رييس عطا محمد نور دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې چې د ده اړوند فيسبوک پاڼه کې خپره شوې ده. هغه زياته کړې، وروسته له اوږدو هڅو او مبارزې وروسته د ملي حکومت پر جوړېدو هوکړې هېواد له حتمي بحرانه وژغوره. نور زياته کړې: « د هېواد روانو حالاتو ته په کتو او د افغانستان د روانو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو حالت له ژور درک څخه وروسته مې د اصلاحات او همپالنې ټيم له مشرانو او رهبري شورا سره د ملي حکومت د جوړېدو د هوکړه ليک پر لاسليک کېدو هوکړه وکړه.» د هغه په وينا، له شوې پرېکړې سره مخالف نه دی؛ خو له زړه يې د ميليونونو افغانانو تر څنګ د دې هيله لرله چې د خلکو او ډيموکراسۍ رښتينې ارادې ته لومړيتوب ورکړل شوی وای. د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحات او همپالنې ټيم ملاتړي عطامحمد نور وويل: « د ټاکنو د متقلب کمېسيون ځينو مشخصو کسانو، په داسې حال کې چې خپل حيثيت يې تر پوښتنې لاندې راوست، د هېواد د بحراني کېدو وېره وه، ډيموکراسي بې رنګه کېده خو بيا يې هم چې څه غوښتل هغه يې وکړل.» نوموړي ولسمشر حامد کرزي ته په خطاب کې ويلي، کاشکې پرون چې څه په ارګ کې وشول، له ډيموکراتيکو لارو او د خلکو د رښتيني غوښتنو له مخې شوي وای، چې په تاريخ کې په سالمه توګه د قدرت د لېږد د يوې سترې ستنې په توګه ياد شوي وای. عطامحمد نور له خلکو بښنه غوښتې چې د ټاکنو په اوږدو کې ورسره په تکليف شوي دي. نوموړي خلکو ته په خطاب کې ويلي: « هيله من يم چې پنځه کاله وروسته د ټاکنو له خاين، درغلګر او وطن پلورنکي کمېسيون سره مخ نه شوو، ستاسو د رايې ښه خيال وساتل شي او د ارادې مو درناوی وشي.»
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery