مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کیري: نوی افغان حکومت دې امنیتي تړون په همدې میاشت کې لاسلیک کړي

احمدفیصل
امریکا د افغان کاندیدانو ترمنځ تر جوړجاړي وروسته له نوي حکومته د امنیتي تړون د ژر لاسلیک غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي یوالي له حکومته غوښتنه کړې چې له امریکا سره ژر امنیتي تړون لاسلیک کړي. جان کیري ویلي چې دغه تړون باید د روانې زېږدیزې میاشتې تر پای ته رسېدو وړاندې لاسلیک شي. نوموړي له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک په افغانستان کې د پرمختګ لپاره یو مهم فرصت بللی دی. تر دې وړاندې اشرف غني احمدزي او عبدالله دواړو ژمنه کړې چې د واک ته رسېدو په صورت کې به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي. سره له دې چې امریکا غوښتل امنیتي تړون ولسمشر کرزی لاسلیک کړي، خو ولسمشر کرزي مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا تړون باید راتلونکی ولسمشر لاسلیک کړي. ولسمشر د دغه تړون لاسلیک ته د امریکایانو بیړې اندېښمن کړی و. ولسمشر کرزي ټینګار کاوه چې امریکا دیارلس کاله په افغانستان کې پاتې شوې او څو میاشتې دې انتظار وباسي چې نوی ولسمشر تړون ورسره لاسلیک کړي. د امریکا حکومت د امنیتي تړون د ژر لاسلیک غوښتنه په داسې حال کې کړې چې اشرف غني احمدزی ښايي د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ولسمشر په توګه رسمي لوړه وکړي او د هېواد چارې ورسپارل شي، نو ظاهرا د روانې میاشتې تر پایه د تړون لاسلیکېدل عملي نه برېښي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery