مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ضرار احمد مقبل د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان استازیتوب کوي

احمدفیصل
د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني د ملګرو ملتونو د مشرانو په نهه شپیتمه عمومي غونډه کې د ګډون په هدف پرون امریکا ته ولاړ. د افغانستان نوي حکومت ته د نړیوالې ټولنې د مرستو راجلبول او د پاکستان د راکټي حملو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کول، امریکا ته د بهرنیو چارو وزیر د سفر اساسي اهداف دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي ضرار احمد عثماني به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په نهه شپیتمه عمومي غونډه کې د افغان حکومت په استازیتوب وینا هم وکړي. ښاغلي مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ښاغلی عثماني به په افغانستان کې د پاکستان د سرغړونو په اړه د نړیوالې ټولنې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړي. ده وویل: « ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزیر د افغان پلاوي په مشرۍ هلته وینا وکړي؛ د خبرو په ترڅ کې به د پاکستان د پوځ له خوا په ختیځو سیمو د راکټي حملو په اړه د افغان حکومت شدید اعتراض غونډې ته وړاندې شي، په دې غونډه کې به دې ته هم اشاره وشي چې افغان حکومت په راتلونکې کې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې نه څه هیلې لري.» د ملګرو ملتونو سازمان نهه شپېتمه عمومي غونډه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پیلیږي او څلور ورځې دوام کوي. د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې ګډون کوي چې افغان حکومت د نوي ولسمشر څښتن شو. ټاکل شوې وه، حامد کرزی د ملګرو ملتونو په دې غونډه کې ګډون وکړي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي خپله د ښاغلي کرزي غوښتنه وه، چې د بهرنیو چارو وزیر باید ګډون په کې وکړي. له دې وړاندې په ویلز کې د افغانستان په اړه د ناټو د مشرانو مهمه غونډه جوړه شوې وه چې هلته هم د افغانستان په استازیتوب د دفاع وزیر بسم الله محمدي ګډون په کې وکړ. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي په نیویارک کې به د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د افغانستان، ګرجستان، ترکمنستان او آذربایجان د بهرنیو چارو وزیران هم سره وګوري. مستغني وویل، دغه وزیران به په راتلونکې کې په یوه څلور اړخیزه غونډه سلا شي چې تورې بحیرې ته د افغانستان په جوړیدونکې ټرانزیټي لارې خبرې وکړي. ده وویل: « د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د آذربایجان، ترکمنستان او ګرجستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې وکړي چې په نږدې راتلونکې کې یوه څلور اړخیزه غونډه جوړه کړي او د لاجورد لارې یا تورې بحیرې ته د افغانستان د وصلیدو په اړه خبرې وکړي.» یو شمېر څېړونکي هم په دې باور دي، چې د ملګرو ملتونو غونډه به د افغانستان په اړه ښې لاسته راوړنې ولري او دا ځکه چې په افغانستان کې د انتخاباتو شپږ میاشتنی بحران پای ته ورسید. په افغانستان کې د انتخاباتو د نتیجې تر اعلان او د کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت حکومت په اړه له جوړجاړي وروسته ډیرو مرسته کوونکو هېوادونو ژمنه کړې چې له نوي حکومت سره به یې مرستې دوام وکړي. څېړونکي په ورته وخت کې دا سپارښتنه هم کوي چې نوی حکومت باید د نړیوالو مرستو لګښت ته یو ښه چوکاټ جوړ کړي چې په ګټوره توګه مصرف او لاسته راوړنې یې ډیرې وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery