دخپریدو نیټه : 2014-09-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکا په سوریه کې هم د داعیش ډلې پرضد هوایي بریدونه پیل کړي
احمدفیصل
په سوریه کې هم د داعیش ډلې د جنګیالیو پر ضد د امریکا هوايي بریدونه پیل شول. د امریکا دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې الوتکو یې پرون ناوخته په سوریه کې د لومړي ځل لپاره د داعیش پر جنګیالیو هوايي بریدونه کړي دي. د پنټاګون یوه چارواکي ویلي چې د داعیش د اصلي مرکز په ګډون د دې ډلې پر شلو اهدافو امریکايي الوتکو بمبار کړی او یا هم له جنګي بېړیو په مزایلو ویشتل شوې دي. لوېدیځې رسنۍ وايي چې بشارلاسد له امریکا څخه د دغو بریدونو د ترسره کولو غوښتنه نه ده کړې.