مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر کرزی وایي د افغانستان سوله او ثبات د امریکا په لاس کې دي

احمدفیصل
ولسمشر کرزی وايي امریکا او پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړي او تر څو چې دوی سوله و نه غواړي د سولې راتګ ناشونی دی. ولسمشر د هېواده له بېلابېلو برخو د ملکي ادارو له استازو سره د خدای پامانۍ په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل امریکا او پاکستان د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې له سولې سره مخالفت کوي. ده وویل پاکستان د سولې په بدل کې له افغانستانه غوښتل چې ډیورېنډ په رسمیت وپېژي او پر بهرنۍ افغان پالیسۍ کنټرول ترلاسه کړي او افغان حکومت په هېڅ صورت دغه غوښتنه نه شوی منلی. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله راوستل یوازې د افغان حکومت د وس خبره نه ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery