مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د بامیانو اوسېدونکي: د الوتکو د ټکټونو بیې دې ټیټې شي

احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
بامیانو ته دویم خصوصي هوايي شرکت هم الوتنې پیل کړې. د افغان جیټ په نوم د دغه شرکت لومړنۍ الوتکه چې له کابله یې الوتنه کړې وه، پرون سهار د بامیانو په هوايي ډګر کې ښکته شوه. د دغه شرکت چارواکي وايي له دې وروسته به هره اوونۍ بامیانو ته دوې اولوتنې ولري. د افغان جیټ شرکت اجرایوي رییس وحید خان وردګ وايي چې دا بامیانو ته د سي. ای. جي کاناډایۍ الوتکې لومړۍ الوتنه وه چې ترسره یې کړه. وردګ ویلي چې په لومړنۍ الوتنه کې یې مسافر نه دي لېږدولي او له دې وروسته به یې منظم پروازونه پیل شي. ده ویلي چې بامیانو ته د دوی د تلونکو الوتکې د یو طرفه ټکټ بیه به شاوخوا سل ډالره وي. د بامیانو خلکو د افغان جیټ شرکت د الوتنو د پیل هرکلی کړی؛ خو وايي چې د ټکټونو بیې لوړې دي. د عباس په نوم د بامیانو یوه اوسېدونکي ویلي چې د غوربند او وردګو له لارې د دغه ولایت لارې نا امنه دي او ډېر کله وسله وال طالبان خلک ځوروي او وژني یې. دی وايي چې بامیانو ته د موټر کرایه یو نیم زر افغانۍ ده؛ خو د الوتکې یو طرفه ټکټ تر پنځه زره افغانیو پورته دی. دی وايي چې الوتکې هرات او مزار شریف ته هم پنځه زره افغانۍ تکټ اخلي په داسې حال کې چې د بامیانو لاره د دغو ولایتونو نیمايي ده نو کرایه یې هم باید نیمايي شي. خو د هوايي شرکت چارواکي د بامیانو د تکټ د بیې د لوړوالي لامل د بامیانو د هوايي ډګر ارتفاع بولي. وحید خان وردګ وايي که یوه الوتکه مزار شریف ته ۵۰ مسافر لېږدولي شوي، هماغه الوتکه بامیانو ته د هوايي ډګر د لوړوالي په خاطر ۲۵ مسافر لېږدوي. ده ویلي چې له دې سره سره به د بامیانو د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت ته په کتو د هوانوردۍ له ریاست سره تر مشورې وروسته د ټکټ لپاره داسې بیه وټاکي چې نه شرکت زیان وکړي او نه هم د مسافرو تر وس لوړه وي. تر افغان جیټ وړاندې یوازې افق شرق هوايي شرکت بامیانو ته الوتنې درلودې چې د یو طرفه ټکټ بیه یې ۱۰۰ ډالره وه. د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمن احمدي وايي چې د بامیانو د هوايي ډګر په جوړېدو او د نورو شرکتونو د الوتنو په پیل سره د دغه شرکت د ټکټ بیه پنځه زره افغانیو ته چې تر پخوا ۷۰۰ افغانۍ کمه ده راټیټه شوې ده. احمدي وايي چې د خصوصي هوايي شرکتونو الوتنې په بامیانو کې د ګرځندوی صنعت له ودې او د خلکو له تګ راتګ سره مرسته کوي. ده ویلي: « بامیان د ګرځندوی لپاره له مناسبو ولایتونو څخه دی او د خصوصي شرکتونو الوتنې سبب کېږي چې ډېر بهرني سیلانیان بامیانو ته د سیل لپاره راشي.»
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery