مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

حامد کرزی : امريکا په افغانستان کي سوله نه غوښتل .

benawa afghanistan
لودين

نوموړى چې نن يې د ولسمشرۍ په ارګ کې له دولتي مامورينو سره د مخې ښې په مراسمو کې خبرې کولې، زياته کړه چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې حکومت په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو تر څنګ په بهرني سياست کې هم پرمختګونه درلودل او له نړيوالې ټولنې سره يې ښې اړيکې جوړې کړې دي.

ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت په وروستۍ وينا کې، په هېواد کې د سولې راتګ په امريکا او پاکستان پورې تړلې وبلله او ويې ويل چې د افغانستان جګړه د افغانانو جګړه نه، بلکې د پرديو د موخو لپاره ده.

نوموړى چې نن يې د ولسمشرۍ په ارګ کې له دولتي مامورينو سره د مخې ښې په مراسمو کې خبرې کولې، زياته کړه چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې حکومت په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو تر څنګ په بهرني سياست کې هم پرمختګونه درلودل او له نړيوالې ټولنې سره يې ښې اړيکې جوړې کړې دي.

خو کرزي په ځانګړي ډول له امريکا سره د امنيتي تړون د نه لاسليک په اړه وويل: ((په لويه جرګه کې مې وويل چې د افغانستان سوله له امريکا او پاکستان سره تړلې ګڼم، که چېرې امريکا او پاکستان وغواړي په افغانستان کې سوله راتلاى شي.))

ولسمشر زياته کړه چې د افغانستان جګړه د افغانانو جګړه نه ده، دا جګړه د پرديو د موخو لپاره ده او د بهرنيو ګټو لپاره کېږي چې دواړو اړخونو ته يې افغانان قربانېږي او يو ځل بيا ټينګار کوي چې په افغانستان کې سوله له همدغو دوو هېوادونو سره تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې حامد کرزي له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړ او هغه يې راتلونکي حکومت ته پرېښى، چې دغه وضعيت د امريکا او افغان حکومت ترمنځ د جدي اختلافاتو د رامنځته کېدو لامل شوى دى.

حامد کرزي وويل چې د دې جګړې د پاى ته رسولو لپاره د ده هڅې تر ټولو سختې هڅې وي او د افغانستان د اړيکو په تاريخ کې به هېڅ کوم ولسمشر او حکومت د ده په څېر زياتې هڅې او پاکستان ته سفرونه نه وي کړي.

هغه وويل چې پاکستان ته يې ٢٠ ځلې سفر کړى: ((د سولې لپاره مو په بيا بيا هڅې وکړې، خو ونه شوه، دليل يې هم معلوم و، يو دا چې امريکا سوله نه غوښته او خپلې موخې يې درلودې او دويم دا چې پاکستان له افغانستان څخه دوه شيان غوښتل، يو د ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندل او بل د افغانستان د بهرني سياست کنټرول، چې موږ ورته هېڅ وخت حاضر نه وو.))

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery