مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

حوره سپېڅلې

 

هرڅه په پټه تېرومه  تاته هیڅ نه وایم
خپل زړه له تا نه صبرومه تاته هیڅ نه وایم


په هغه ورځ چې درسره ومه جوړه ولاړه
هغه ورځ ورو ورو هېرومه تاته هیڅ نه وایم


چې تابه ویلې زه درځمه مابه نه منله
دهغه وخت ارمان کومه تاته هیڅ نه وایم

تا به ویل گرانې دُعا وکړه چي سوله راشي
دسر پگړۍ خیراتومه تاته هیڅ نه وایم


نن یې په چیغو راته وژړل او داسې یې وویل
تل به دې زړه کې گرځومه تاته هیڅ نه وایم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery