مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هیله

عطایي

 
هیله کوم خدایه چې ملت مې نور آرام کړې

هر څوک چې بدی کوي ښیګڼې ته یي پام کړې

څه ښه کلمه د سوکالۍ او د ښادۍ ده

څومره لوی نعمت د خوشحالۍ او آزادۍ ده

څومره ښه مزه پخپل وطن کې اوسیدل لری

څنګه ښه شیبه د خپل وطن آبادیدل لري

هر خواته چې ګورم ډآګ او غر راباندې ښه لګي

خپل وطن مې خوښ دی، په هغه ځای کې مې زړه لګي

څومره چې وي ستړی او ستومانه، پکې خوند کوي

خدای دې پرې پیرزو کړي، هغه څوک چې پکې ژوند کوي

خدایه ته د دې خاورې نیکخواه خپله آباد کړي

څوک چې دښمني ورسره کړي ته یي برباد کړې

لاس او مټې ونغاړئ وطن ته دفا ار شئ

خپل وطن مو جوړ کړئ چې په خلکو کې سردار شئ

تش خبرې نه دي دا کلک عزم او ایمان غواړي

ځان مې ترې قربان شه عطايي، که وطن ځان عواړي

پوهندوی ذبیح الله عطایي                                        ۲۹/۹/۲۰۱۴
ویرجینیا، امریکا.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery