تیر ماښام د الینګار ولسوالۍ د سنګره درې په مسافر ولي زیارت سیمه کې د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان زاهد د ډلې ۲ تنه وسلوال چې ابراهیم او الماس نومیږي د ایساف ځواکونو د بې پیلوټه طیارې په راکټي برید کې وژل شوي دي.
قوماندان زاهد په سنګره دره کې د مخالفو وسلوالو یو له مشهورو قوماندانانو څخه دی او زیاتره کسان یې د یادې درې په شا و خوا سیمو کې په تروریستي او ورانکارو فعالیتونو بوخت دي چې د افغان امنیتي ځواکونو تر څار لاندې هم دي.