مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-02   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

د لوی اختر په مناسبت ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې د مبارکۍ پيغام

حبيب الله غمخور
ندارد عید قربان لذت و شادی غریبان را که قربانی زدرویشان وعید از اغنیا باشد همیشه خون مظلومان بود آماج قربانی جنایت اجر می بارد گر این آب و هوا باشد دلاشکوه مکن هردم که دررنجش تومیسوزی که مفت خواران معذور ازرواونا روا باشد گدا در خون نشسته و غنی درسفرهء رنگین به دارا عید وبر بیچار گان قهر خدا باشد په سويډن کي دوستۍ فرهنگي ټولنې مشرتابه جرگه دنيكمرغه لوي اخترد رارسېدوله امله په هېواد او نړۍ کې اوسېدونکو افغانانو او ټول مسلمان امت ته د زړه له کومي مبارکيواونيکو هيلوپه وړاندي کولوسره د لوي اوبې نياز خداي ( ج ) له ستر دربارنه غواړي دحج اکبرد اختر د بختورو ورځو په برکت پدې جگړه ځپلې وطن کي ورانۍ ،دويني توئيدنې ، ورور وژنى ،زورونې ،لوږى اوټولو له ديارلس کالونه راپاتو ناندری پاي ته ورسيږى اوداله هرڅه محروم ولس دنوی ولسمشر ډاکتر اشرف غنی احمدزی دنوو کاری پلانونو دپلي کېدوپه برکت دسولي او سوکالي له نعمت نه برخمن شي . دلوى اخترڅخه ياد اولمانځنه په حقيقت کښي دحضرت ابراهيم (ع) اوحضرت اسماعيل (ع) د شهامت او دلوي څښتن لخوا آزموينې دبري ديادګار په توگه په ټوله اسلامي نړي کښي دمسلمانانولپاره ديني اووياړلې کلتوري عنعنې په توگه ددې بختورو ورځو په مناسبت لوي او واړه دخوښیو اوخوشحالیومحفلونه لري . په خواشينۍ سره بايد څرگنده کړو چي دڅولسيزوراپدې خوادنړۍ په يوشمير هيوادو کښي ددغو هيوادو وگړې اختر په داسې حال كې لمانځي چي هره ورځ په سلګونو مظلوم اوبېگناه انسانان دقدرت اونفوذ دتږوتر منځ دهغوي په وسله واله اوسياسي سياليوکي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي . دبېلگې په توگه په افغانستان ، عراق ، فلسطين، سوريه ،مصر اويوشمير نوروسيموکي دکلونوراپدې خوادابشري ناورين په يوه اوبل نوم ديوې اوخبلې افراطی ډلي په رازېږېدوسره دوام لري . دا افراطيان او افراطی ډلي ښارونه،کلي او كورونه په کنډوالواوهديرو بدلوي ،ډله ايزی وژنې کوی اوبيادخپل دې وحشت فلمونه دنورودډاريدوپه موخه ديتوب اونورودله ايزورسنيو له لاري خپروی . په افغانستان كې اوس هم په پرديو پوري تړلودپټو اوښکاره تنظيمونواوډلو،په دولت کي دشاملواومخالفو، دسياسي او دولتي واک ليوال ددبهرنيوځواکونو د وسلو او پيسوپه زور پر افغان ولس ارام ژوند اوخوږ ه گوله حرامه کړې ده .اميدواريو چي دډاکتر اشرف غنی احمدزی په واک ته رسېدوسره ددې ملي غميزي دلمڅي راټو ليدل پيل او دډاکتر اشرف غني دا خبره چې ((ښه حکومتوالي پروژه نه، د خلکو حق دی )) په عمل کي پلې سي . متاسفانه له تيرودرولسيزوراپدې خوازموږ پر هېواددبدمرغيو ډول ،ډول توپانونه اوسېلابونه راغلل ،زموږ اخترونه يې په وينو او ماتمونوولړل ، په تيرو درې لسيزوكې دجګړو،مرګونواوبدمرغيو دوام زموږ د ولس آرام اوسوكاله ژوند له سختوستونزو،کړاونو ،خواريو او زورونې سره مخامخ کړ . دپرديو زبرځواکودسيمه ايزوگټو په موخه داکړېدلی ولس زموږ دناشولټه گاونډيانوداستخباراتی اوپوځی ادارودمشرتابه په هدايت له يوې خوا وروردورور وينې تويوي دبلې خوائې دقدرت ترلاسه کولوپه پلمه يودبل پروړاندي دروی ترحوپه يوشکل دشکلونوداهيواد دجگړواوسياليوداسی ميدان وي چي قربانيان ئي يوازي افغاناندی .دواړه لوري داسي کارونه سرته رسوي چې دهغوي په پايله کښي زموږ ويجاړ وطن نور هم وران اوپه هديرو بدليږی . داختر ونودپيداېښت له عالي فلسفې داسلامی اوټولنيز ارزښت نه چي دخوښۍاو پخلاينې ورځې دي په عبرت اوپيغام اخيستلو سره په جگړه کي دواړې ښکېلې خواوي بايدله جګړو،ورور وژنو اوخپل هېوادله ورانولوڅخه په هرنوم اوبهانه چې وي لاس په سرشي . دافغانستان اسلامي دولت له نوی مشرتابه اوددولت مخاليفينوڅخه غوښتنه لرو په هيواد كي دسراسري سولي د ټينګښت لپاره بېله مخکنيوشرطونوڅخه دپخلايني اوروښانه راتلونکي په خاطر دخبروپرلمڅي سره كښېني . تر څوموږ افغانان ددې جوگه سو چې دغه وطني ناورين اولانجې چي اوس دسيمي ترکرښو هم تيري سوې اودمځکې دکري په هرگوټ کښي ئي ولسونه حيران کړې دملي گټو په پام کي نيولوسره حل کړو . زموږ دټولنې مشرتابه ستاسونه پدې پيغام کي پوښتنه کوي : (( پدې څولسيزوجگړواو افغان وژنه موڅه ترلاسه کړل ؟)) همدا اوس تاسو واياست بهرنيان دي ووزي ،اياتاسويودبله سره چلېږئ ؟ تاريخی حوادثو چي ستاسو خپل مينچی جنجال دی دا ثابته کړې چې نه ! پس تاسو په خپلو کړنو عام ولس دي ته مجبورکړی چې دنژيوالي ټولنې نه هراړخيزه مرسته وغواړی ،ډيرلنډ مثال ئي ستاسوترمنځ دټاکنو کشاله ده چي دبهرنيانوپه مټ ئي دحل لارپيداسول . زموږ دټولو افغانانو نه ديوې فرهنگی ټولنې ،خوداسي ټولنې چې په نړيواله کچه دافگانستان په اړوند حالات حاری اوتل ئي خپل نظرڅرگندکړی ستاسونه غوشتنه لروچي دنوی مشرتابه په ټاکلوسره نوې اوسولی ،ملي تفاهم اوهيوادجوړونې ته درسېدولاره خپله کړئ . په افغانستان كي نورنه بايدميندي پلرونه اوماشومان دپرديو په لمسون اودسيسودرواني جگړې په لمبوکې وريت ،دخواری اوذيلت شپې اوورځې سباه کړي . افغانان کولاي شو اوکه ځانته تکان ورکړي شاوخوا وگوري ،ددې جوگه دی چي په هيوادكى د سولي اوملي يووالي دتامين لپاره دخوښي اوخوشحالي په دسترخوان ټول له يوه سره ،سره راټول شي . راسئ اوس دا کار وکړئ ،نوی دولتی مشرتابه لری اوددې مشرتابه هرغړئ سينه ټکوی چې دي هيواد اودې ولس ته وفاداردی .موږ ددې سينې ټکولونه داسی پوهېږوچې بيابه نور هيڅوک په هيڅ پلمه اونوم دزورزياتی اوداسی گوتڅنډنوخبري نکوی له کوموچي دويني توئېدو،زورزياتی اوافغانانو ترمنځ ددښمنۍ بوي راځی . زموږ دټولنې مشرتابه اوهر غړی غواړي تر څوافغانستان هم دنړی دنورو ولسونو په څير دټولوملي اوتاريخي ورځو،اخترونو،اونوي کال جشنونه په خوښيواو خوشحاليوسره ولمانځي . زموږ په اند اوفکر دافغانانولپاره پدې نازکواو برخليک ټاکونکوشېبو کښي صبر، زغم ،ملي تفاهم دروانې جګړې دحل لپاره يوازنۍ لاره ده . پدې بايد ډاډه اوسوکه څوک يوازي دجګړې پر دوام اووينو تويولو ټينگار کوي ، پدې بايد پوه وی چې نه يوازي داچې دافغان زورېدلي ولس په منځ کي اعتبار دلاسه ورکوي بلکي هغوي به ئې هېڅکله هم ونه بخښي . دلوي څښتن تعلا څخه غواړوترڅونو ر په افغانستان اودنړی په ټولو جگړه ځپلو سيمو کې وژنو ،ورانيو اوويرونودغم پر لېمڅيو داختر ونو راتلل پاي ته ورسېږي . درنوهيوادوالو! که موږ يو موټى شوو، يوبل ته درناوی ولرواويوپر بل باور نوپه هغه صورت کي موږ ډيرغښتلی اوپياوړی ملت يو، ددنيايوطاقت موهم نشي غوزارولاي اوددې توان به لرو چي دخپل هيواد دبرخليک په موخه هره معقوله فيصله پخپله پلې کړو. څرنګه چې افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور دى نو دهمدې ا صل له مخې زموږ غوښتنه له دولت اونړيوالي ټولنې څخه داده چي ټولو افغانانو ته له هر ډول استثنا پرته په خپله خاوره کې داوسېدو،کار، تعليم اوخپل ولس ته دخدمت امکانات برابرکړي . موږ دډاکتر اشرف غنی احمدزی دهغې وينانه چې وايي دلته ټول افغانان اوسره يوشان دی ،کمزوری اوزورورنسته په کلکه ملاتړکوو . په دې هيله چې دغه دحج اکبراختر اودافغانانو نوی ولسمشر اومشرتابه دټولو لپاره دسولې،خوښۍ، ورورګلوۍ،او صميميت له ولولونه ډک يو اختر اوسي اوداختر ورځي لکه چې له نامه څخه ئې څرگندېږي دمينې ،يواوبل ته دورورگلوی ،بخښنې او پخلايني اختر وي . اوله دېنه وروسته نوراختر ونه يوازي مينه ورورولي،خوشحالي اوخواخوږي داختريزي ډالۍ په توگه له ځان سره راوړ ي . دلوي اختر دمبارکو ورځوپه وياړ دافغانستان له ټولو اوسېدونکو څخه دا هيله لروچې د ورورۍ اويواوبل ته دغوږ نيولواودرناوی په روحيه دويجاړ افغانستان دبياجوړونې اودڅولسيزو پر زخمونوددرملنې په موخه د درمل ايښودلو اوملي پېوستون لاسونه سره ورکړي .خپل ولس اوهېواد دهرکورني اوبهرني ښکيلاک اوتېري نه وژغوري . تر څودا وياړلی ملت ددې امکان تر لاسه کړي چي په نړيواله کچه دسيالانو سره سيال او دنړېوالې ټولنې له کاروان سره په ګډه د پرمختګ اوسوکالی په لورکوټلې ګامونه اوچت کړي . په تول هيوادکې دملي يوالي اوسراسري سولي په هيله . ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery