مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څـوک پلـرونه ښخـوي او څـوک زامـن

داکتر فاروق أعظم

   کابل – ۱۰ تله ۱۳۹۳

د اولادونو په لاس د نیکه ګانو او پلرنو ښخول د انساني ټولنو معمول او د فطرت سره سم کار دی. پلرونه خپل ځای زامنو او مشران خپل ځای کشرانو ته پریږدي. په پښتنو کی هر مور او پلار وایي: خدای مي دي د زوی په یوم ښخ کړي. څوک چی دچا مور یا پلار ته د خیر دعاء کوی، نو ورته وایي: خدای دي د اولاد داغ نه درباندي ویني. هیڅوک نه وایی چی مور او پلار دي تر اولاد دمخه ومري. دا یو غیر طبیعي لار او حتی ښیرا ده. د اولاد په لاسونو د خپل پلرونو ښخول یو طبیعي کار دی. همداراز، په پښتنو کی دا متل عام دي: په غمونو کی د انا غم، اسانه دی. یعني د انا او نیکه مرګ ډیره دردناکه خبره نه ده؛ بلکي د هغو د عمر ډیر اوږدیده، د هغوی او کورنۍ لپاره کړاو دی. پښتانه وایي: مرګ ځیني وخت نخرې کوي، ځیني وخت پردې. د ډیر زاړه چا لپاره مرګ پرده دی. زاړه باید د طبیعت په حکم ولاړ سي او ځای نوي نسل ته پریږدي. زامن باید د پلرونو قایم مقام وي.
خو کوم خلک چی د خپل وطن د ساتلو، روزلو او آبادولو نه دي، هغوی خپل د هیواد اداره ناآهلو ته سپاري په هغو کي بی اعتمادي، نفاق او جنګ خپریږي او په دې ډول د پردو مداخلو ته لار هواروي. پردي یی جوړوي نه، خرابوي یې. جنګ خپله یو ډول قیامت دی چی انسانان پکښي په غیر طبیعي مرګ مري. د نفاق اور په دې دنیا کي د دوږخ اور دی چی یو قوم پکښي سوځي. د هر جنګ لرګي انسانان دي او هغه هم ځوان نسل. جنګ دی چی ځوان نسل خوري او جنګ دی چي پلرونه خپل زامن پکښي ښخوي.
هو، هوښیار ولسونه خپل پلرونه ښخوي او احمق قومونه خپل زامن.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery