مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د هیواد داخلې تولیداتو کچه صفر او د بې کیفیته خارجي تولیداتو وارید کولو کې بې شمیره ستونزي!

الفت امین

زموږ هیواد نه یوازي چې د معدنونو ذخیرو لمخي یو بډای هیواد دي بلکه د زراعت لپاره هم پراخه ځمکې لري چې د هیواد اقتصادي کړکیچ  ښه کولو کې بنستیزه ونډه لري، نن موږ په هیواد کې د لبنیاتو غټ نشتون سره مخ یو او دولت هم دغه کمښت لمنځه وړلو لپاره داسي بنسټیزه ګام نه پورته کوي هم دا لامل دي چې ګاونډي هیوادونو موږ باندي خپل تاریخ تیر اوبی کیفیته لبنیات پرولو باندی تر نن بریالې دي کله کله خو دوي خپل دغه بی کیفیته تولیداتو بیه هم یودم پورته کړي دولت ددي کار لپاره بیا کوم بل بدیل هیواد هم نه دي پام کې نېولې چې دغه معضله حل کړي بله اړینه خبره دا چې ورځ په ورځ د هیواد خلکو غوښتنه مخ په زیاتیدو کیږي خو څرنګه چې ګورو داخلې تولیدات هماغه خپل حالت باندي قرار لري زیاتیدو نښي خو نه لیدل کیږي خو ځیني وخت د زیان او دولت لخوا ځینو بندیزونو لامله په ټپه ودریږي له بلې خوا د هیواد تجاران هم داخلې تولیداتو پیاوړتیا لپاره کوټلې ګامونه نه پورته کوي ځکه پدي کار کې ددوي سرمایه زیاته مصرف کیږي او دا هغه څه دي چې دوي ورته زړه نه ښه کوي له بلې خوا دوي هیره د توان هم لري نو همدي لامله دوي زیات پاملرنه د هیواد نه بهر تولیداتو راوړلو باندي کوي د کوم لمخي چې دوي خپله ګټه زر ترلاسه کولو آند کوي خو آیا دا کار به همداسي پیل ولري آیا دولت هم داخلې او بهرنې پانګوالو دغه کار نه مطمین دي چې بله لار ورته پام کې نه نیسي ما د ځینو دولیتي چارواکو سره پدي اړه خبري وکړي نو هغوي راته پدي هکله وویل چې موږ ددغه ستونزي د منځه وړلو پوره پوره وړتیا لرو خو له بده مرغه چي هیواد کې ځیني داخلې لوړپوړي اشخاص شتون لري چې هغوي د ګاونډي هیوادونو تولیداتو راوړلو ملاتړ کوي او موږ هر څومره چې دوي سره پدي هکله وینا کړي ده نو دوي ندي قانع شوي د یو لوړ پوړي چارواکې د خولې خبره ده چې نوم یې نه اخلم ویل یې موږ د پاکستان څلور سوه ګاډي ودرول ځکه هغوي زموږ دوه نیم زره ګاړي درولې و نو کله چې موږ دغه کار وکړو نو د پاکستان اړونده چارواکو موږ سره په اړیکه کې شول او موږ نه وغوښتل چې زموږ ګاړي پریږدي چې ستاسو د خاوري نه تاجکستان ته لاړ شي زموږ ګاړو کې میوي دي چې زر به خرابي شي نو موږ ورته وویل چې تاسو چې زموږ ګاړي درولې هغي کې هم داسي اشیاء دي چې که په وخت ونه رسیږي نو هم به یې بیه پورته شي او هم به خراب شي نو ددوي سپین سترګېتوب ته وګوره څه وایې تاسو زموږ ګاړي پریږدي موږ به ستاسو دغه ستونزه دوه دري ورځو کې حل کړو نو موږ ورته انکار وکړو خو تاسو یقین وکړي چې هماغه وخت لږ ځنډ وروسته موږ ته د یو لوړپوړي چارواکې ځنګ راغې ویل یې تاسو لکه چې خپله دنده نده خوښه هله زر تر زره د پاکستان ګاړي پریږدي موږ دغه هیواد سره نه غواړو خپلې اړیکې خرابې کړو (یوه بله اړینه خبره کله چې دغه ګاړي هلته ماتل کیږي نو پدي باندي د ورځي زر ډالره مصرف راځي چې پدي سره هغه جنس قیمت بیا که په شل روپي وي نو وروسته د ماتل کیدو هلته پنځیشت افغانۍ شي چې ددي کار ستر لامل دا دي چې پاکستان غواړي دغه تجارانو باندي زور واچوي چې دغه مال د بل هیواد پرځاي باید د پاکستان نه واخیستل شي او دغه کار زموږ ځیني تجاران دي لپاره نه کوي ځکه هغوي وایې چې د پاکستان تولیدات نه یواځي چې ګران دي بلکه کیفیت یې هم ښه ندي)
د افغانستان خلک خپل د ورځینو اړیتاو پوره کولو لپاره څومره خوراکې توکې چې اخلې ۹۰٪ یې د بهر هیواد نه راوړل شوي توکې دي چې ددي کیفیت او بیه دواړه زموږ هیواد پلاس کې نه بلکه د بهرنیو هیوادونو او زموږ د هیواد د تجارانو پلاس کې ده یو تجار سره مې وینا کوله نو هغي راته ویل چې موږ کې داسی تجاران هم شته چې بهرنې هیواد نه کله یوه جنس راوړي نو خپله ورته وایې چې کیفیت یې ورته ټیټ پام کې ونېسه لامل یې دا وي چې پدي کار سره هغه تجار ته یو جنس کې یو یا دوه روپي پاتیږي کله چې ما ددي تجار دا خبره واوریدل نو حیران شوم چې کله زموږ خپل ورور داسي چلند کوي نو پردي نه څه ګیله خیر باید زموږ دولت نور دغه برخه کې کوټلې ګامونه پورته کړي باید نور افغانستان ته هر واریداتې جنس کیفیت او بیي لمخي کنترول شي نن سبا خو د افغانستان په بازار کې سم انراژیم روان دي چا چې څه خوښه وي هماغسي کوي،
لبنیات،درمل،ګاز،تیل او داسي نور توکې چې زموږ هیواد ته راځي نور باید کنترول شي او ورسره د هیواد داخلې منابع هم پکار واچول شي ترڅو د پردیو لاس نه نور خلاسون پیدا کړو کنه په  راتلونکې کې به  ددي نه هم بدتره حالت ولرو لکه مخکې یو کوتۍ د شیدو په لس افغانۍ وه نن هماغه کوتۍ د شیدو په شلو افغانیو باندي خرسیږي آیا دا یوه څرګند ظلم ندي چې د افغانستان غریب ولس په حق کې روان دي نور باید دولت دغه برخه کې کوټلې ګامونه پورته کړي او د پردیو دغه بی کیفیته تولیداتو نه دي افغانان نور خلاس کړي پدی کې ولس ته او هم خپله حکومت ته خواره زیاته ګټه پرته ده،
    
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery