مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په پېښور کې د افغان کلتور نړیوال جشن جوړ شو

احمد فیصل
په پېښور کې د افغان کلتور د نړیوالې ورځې جشن جوړ شو. دغه جشن چې وړمه ورځ پیل شوی و پرون یې هم دوام درلود. په جشن کې د ګډون لپاره پر کوزه پښتونخوا سربېره د ډیورېنډ د دې غاړې یو شمېر پښتنو هم ګډون کړی و. دا جشن په افغانستان او پاکستان کې د فعالې " پاک - افغان ولسي تړون" مدني ټولنې له خوا جوړ شوى چې په کې د افغاني ټنګ ټکور او اتڼونو ترڅنګ، د کلتوري توکيو نندارتون، مشاعره او همداراز يو شمېر نور کلتوري فعاليتونه ترسره کېږي. د پاک - افغان اولسي تړون مشر عالمزيب خان د دې جشن د جوړولو د هدف په اړه ازادي راډيو ته وويل: « دا پروګرام زموږ د پښتون افغان د ثقافت يوه غټه مظاهره ده او دا به انشاء الله موږ هر کال د سپټمبر په ٢٣مه نېټه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځو او په دې کې به موږه د پښتنو ټول ثقافت رابرسره کوو.» دې جشن ته د پښتونخوا له ګوټ ګوټ څخه لسګونه ليکوالو او شاعرانو سربېره جګپوړى دولتي چارواکي او سياسي شخصيتونه هم راغلي وو چې په کې د عوامي نېشنل ګوند جګپوړى چارواکى او اطلاعاتو پخوانى وزير ميا افتخار حسين هم و. نوموړي وويل چې افغانان د يو نيکه اولادونه دي او دا ډول کلتوري پروګرامونه بايد لا زيات شي؛ څو لر و بر افغانان له خپل کلتور سره اشنا شي. ده وویل: « د کلتور او د ثقافت لار، دا د مينې او محبت لار ده او بيا خاصکر زموږ د پاکستان او افغانستان چې دې خوا هم پښتانه اوسېږي او اخوا هم پښتانه اوسېږي او د هغوى ثقافت او کلچر هم يو دى؛ نو که پاکستان او افغانستان غواړي، چې دا دواړه ملکونه خپلو کې بيخي نږدې شي؛ نو ثقافتي لار تر ټولو مؤثره لار ده، ځکه چې هغه هم افغانان اوسي او دېخوا هم افغانان اوسي، نو دا د پاکستان لپاره د ګټې خبره ده چې د دې افغانانو او هغو افغانانو ترمنځ تعلق وي، نو د پاکستان او افغانستان تعلق به ډېر ښه وي. جغرافيايي طور انتظامي طور خو موږ تقسيم يو، يو پاکستان دى او بل افغانستان دى، خو قومي طور، ثقافتي طور موږ يو، يو. اکثر خبر راځي، چې دوى په يو بل کې مداخلت وکړو، لکه داسې فضا جوړېږي، چې موږ د يو بل دښمنان يو، موږ دشمنان نه يو، موږ د يو نيکه اولاده يو، اوبه په ډانګ نه بيلېږي، پکار دي چې دا خاینان له منځه وځي.» په اسلام اباد کې د افغان سفارت د کلتوري اتشې مشر عبدالرحمان حبيبزوى هم دا ډول غونډې او پرګرامونه د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو پرتو پښتنو د خپلمنځي اړيکيو لپاره مهم بولي او وايي چې له دې لارې کولاى شو په سيمه کې د تررورېزم مخنيوى وکړو. دی وايي: « کله چې يو ډله کسان له يوه هېواده بل هېواد ته ځي، او دواړه ترمنځ يو تګ راتګ وسيله جوړېږي، دا خپله د عامه ذهنيت په بدلون کې رغنده رول لوبوي. دغه ډول غونډې، سيمينارونه نړېوالو ته دا ښکاره کوي، چې ددغه دواړو غاړو شاوخوا ته کوم ولسونه چې ژوند کوي، هغه ولسونه دي چې دوى مدنيت ته ژمن دي، ترهګر نه دي. ځان د نړۍ له کاروان سره سيال کړو او هغه اړتيا چې موږ يې د امن په نامه لرو، هغه اړتيا ترلاسه کړو او په امن کې ژوند وکړو.» په دغه کلتوري جشن کې پخوا په پرتله دا ځل د مېرمنو ونډه زياته ښکاري او يو شمېر افغانو او پاکستانيو مېرمنو په کې د خپلو لاسي صنايعو نندارتونه هم لګولي دي. د پېښور ښار يوه مدني فعاله عذارا نفيس يوسفزۍ په جشن کې د مېرمنو پراخه ونډه ستايي. دا وايي: « زه وايم چې ډېر خوش آيين خبره ده، په دې کې زنانه وو ته د اکسپوژر موقع مېلاو شوه. زه وايم چې داسې غونډې زيات فرېکوېټلي کول کور په کار دي، دې کې زنانه وو ته خاصکر موقع ورکول په کار دي.» د يادونې وړ ده، چې ددغه جشن په لومړۍ ورځ پر کابل او پېښور مېشتو ليکوالو سربېره له يو شمېر بهرنيو هېوادونو راغليو ليکوالو د جشن ګډونوالو ته ويناوې وکړې او ددې ډول غونډو پر اهميت او اغېز يې رڼا واچوله.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery