مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د هند لومړي وزير له حامد کرزي سره ټيلېفوني خبرې کړې

احمد فیصل
د هندوستان لومړي وزير نريندار مودي د افغانستان له مخکني ولسمشر حامد کرزي سره ټيلېفوني خبرې کړې او په سوله ييزه توګه د واک د لېږد په اړه يې ورته مبارکي ورکړې ده. د هندوستان د لومړي وزير له دفتره د تلې په ٢٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ټيلېفوني اړيکې وړمه ورځ نيول شوې دي او نريندرا مودي حامد کرزي ته د نوي ملي وحدت د حکومت جوړېدو مبارکي هم ورکړې ده. نريندرا مودي ويلي چې په افغانستان کې دغه کار د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مېړانې، پوهې او سياسي بصيرت پرته نه شواى ترسره کېداى. هغه ويلي چې د حامد کرزي په مشرۍ افغانستان په کم وخت کې ډېر پرمختګونه کړي او يو پرمختللى او ډيموکرات افغانستان يې رامنځته کړى دى. د نوموړي په وينا، کرزي دغه ټول کارونه په ډېرو سختو شرايطو کې ترسره کړي او د هغه خدمتونه به تل ياد ساتي. لومړي وزير د هندوستان او افغانستان تر منځ د اړيکو په پياوړي کولو او پراختيا کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي رول هم ستايلى دى. د سرچينې د معلوماتو له مخې، پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په سوله، امنيت او بيارغونه کې د هندوستان د رول ستاينه او مننه کړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery