مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکومت د شېرپور د ځمکو له مالکینو څخه د پورونو په اخیستو کې پاتې راغلی

حکومت تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې د کابل ښار د شېرپور ښارګوټي د پلورل شویو ځمکو قسطونه راټول کړي. د کابل ښاروالۍ د دغه ښارګوټي د مالکانو د پور کچه نه په ډاګه کوي، خو وایي چې د پورونو د راټولولو لپاره هڅې روانې دي . ولسمشر ډاکټر اشرف غني د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښاروالۍ چارواکو سره په ناسته کې ویلي وو، چې شېرپور به بیا تکرار نه شي او کابل ښاروال ته یې لارښوونه وکړه چې د دې ځمکو قسطونه راټول کړي. دغه ښارګوټی کابو لس کاله وړاندې جوړ شو او ډېری کورونه په کې د دولت د لوړ پوړو چارواکو، پخوانیو قوماندانانو او با نفوذه کسانو دي. په دې ښارګوټي کې د اماراتو او اروپايي هېوادونو په نقشه لوکسې ماڼۍ جوړې شوي او ویل کیږي چې دغه کورونه بهرنیو موسسو او لوړ پوړو چارواکو ته تر دېرش زرو ډالرو پورې په میاشتنۍ کرایه ورکړل شوي دي. د شېرپور د سیمې وکیل سید محمد وايي، چې د دې ځمکو شاوخوا لس میلیونه ډالره پور پاتې دی او تر اوسه حکومت ته نه دي تحویل شوي. محمد اجمل چې په شېرپور کې د معاملاتو د لارښوونې دفتر لري، وايي: « د دغو کورونو ډېره برخه په لوړو کرایو ورکړل شوې او د کرایې دغه پیسې هم په هرو شپږو میاشتو کې د مالکانو بانکي حساب ته استول کېږي.» شېر پور چې په کابل کې د شتمنو او بډایه خلکو استوګنځی بلل کېږي او مالکین یې هر کال له خپلو کورونو څخه په سل ګونو زرو ډالره عواید راټولوي، سړکونه یې خراب او خام دي. د طلوع نیوز د راپور له مخې د کابل ښاروال وايي، د شېرپور د ځمکو ډېرې لږې پیسې ورکړل شوي، په داسې حال کې چې د شوي قرارداد له مخې که چېرې د دغو پیسو په ورکړه کې ځنډ رامنځته کېږي، پوروړی باید نغدي جریمه شي. د شېر پور ښارګوټی په شاوخوا څلور سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې د پلازمینې له مهمو سیمو څخه ګڼل کېږي او اوس مهال د دغو کورونو یوه بسوه ځمکه تر سلو زرو ډالرو پورې قیمت لري. په داسې حال کې چې ویل کېږي د دغو کورونو پر جوړولو میلیاردونه ډالره لګول شوې دي، خو مالکینو یې تر اوسه حکومت ته د ځمکو پیسې نه دي ورکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery