مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

روسیه: ناټو د افغانستان د امنیت لپاره د ډله ییز امنیتي تړون وړاندیزونه رد کړي

احمد فیصل
د روسیې د بهرنیو چار وزیر وايي چې ناټو په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره د ډله ییزو امنیتي تړون له ټولنې (CSTO) سره همکاري رد کړې ده. د ریا نووستي روسي خبري اژانس د رپوټ له مخې سرګی لاوروف پرون وویل چې ناټو د ایډیالي او خیالي دلایلو په وجه له ډله ییز امنیتي تړون سره د افغانستان د حالاتو په برخه کې همکاري رد کړې ده. لاوروف وویل:« په ناټو کې زموږ شریکانو په تېرو ۱۰ کلونو کې له ډله ییز امنیتي تړون سره د همکارۍ د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو په اړه زموږ وړاندیزونه پر له پسې رد کړي دي.» ده وویل چې ډله ییز امنیتي تړون تل له افغانستان سره په خپلو پولو کې تروریستي ضد او د مخدرو موادو ضد فعالیتونه کړي دي. په ډله ییز امنیتي تړون کې د روسیې ترڅنګ، ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان او تاجکستان غړیتوب لري. د دغو هیوادونو په منځ کې تاجکستان او ازبکستان له افغانستان سره پوله لري. روسیه تل وايي چې په افغانستان کې د تروریزم او مخدرو موادو له درکه اندېښنه لري. دغه هېواد په عین حال کې چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر حضور یو نیم وخت نیوکې کوي، د هغو پر وتلو هم اندېښنه ښيي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery