مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ملي شورا غړي: له پاکستان سره د خبرو لپاره دې ملي اجماع جوړه شي

احمد فیصل
د ملي شورا ځينې غړي وايي، وړاندې تر دې چې افغان ولسمشر پاکستان ته سفر وکړي، لومړى بايد په هېواد کې له پاکستان سره د خبرو اترو په موخه ملي اجماع جوړه شي. د ملي شورا غړي، وروسته تر هغه دا څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز افغانستان ته د خپل رسمي سفر پرمهال د افغانستان له نوي حکومت څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ او د پاکستان د لومړي وزير نېکې هيلې او بلنليک يې ولسمشر اشرف غني احمدزي ته وسپاره، ترڅو په يوه نږدې او مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي. خو په ولسي جرګه کې د کابل استازى محمد جعفر مهدوي وايي، ولسمشر احمدزى وړاندې تر دې، چې پاکستان ته رسمي سفر وکړي، لومړى بايد له پاکستان سره د خبرو په موخه په هېواد کې يوه ملي اجماع جوړه کړي. هغه زياته کړه: « په دې ملي اجماع کې بايد ټول سياسي حرکتونه شامل وي او د پاکستان په اړه د افغانستان پر پرېکړو بحث وکړي.» د ده په اند، د ملي اجماع تر جوړېدو وړاندې د حکومت هر ډول خبرې به له پاکستان سره هېڅ ډول مثبته پايله ونه لري. د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون مشر عارف پشتون هم وايي، پاکستان ته د ولسمشر احمدزي له سفر وړاندې بايد په هېواد کې ملي اجماع جوړه شي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر شته ستونزو خبرې وکړي. هغه زياته کړه:« له هرڅه وړاندې بايد دواړه هېوادونه يو پر بل د اعتماد جوړونې لپاره کار وکړي او تر هغه چې يو پر بل باور ونه کړي، هېڅ مهال به موجودې ستونزې هوارې هم نه شي.» په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي نادرخان کټوازي په وينا، وړاندې تر دې چې ولسمشر احمدزى پاکستان ته سفر وکړي، لومړى بايد د دواړو هېوادونو ديپلوماتيکې کړۍ د خبرو اترو لپاره پر يوې مشخصي اجنډا کار وکړي. هغه زياته کړه کله چې دغه اجنډا جوړه شي، نو د دواړو هېوادونو چارواکي يې بيا د پلي کولو لپاره اړ دي. هغه زياته کړه: « که اجنډا جوړه نه شي، نو لکه کرزي چې شل ځله سفر وکړ او هېڅ نتيجه يې نه درلوده، دا سفر به هم پايله ونه لري.» په مشرانو جرګه کې د دايکنډي استازى علي اکبر جمشېدي بيا وايي، چې ولسمشر احمدزى بايد په مشروط ډول پاکستان ته سفر وکړي. هغه زياته کړه: « رييس جمهور احمدزى بايد هغه مهال پاکستان ته سفر وکړي، چې پاکستان خو حداقل يوه ښه نيت د افغانستان لپاره ښکاره کړي؛ که نور څه نه کوي، پر کونړ او ځينو نورو ولايتونو دې راکټي بريدونه بند کړي.» پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې په وقفه يي ډول په کونړ ولايت راکټي بريدونه کوي، چې له امله يې يو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځينې نور کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. جمشېدي هم په دې باور دى، که چېرې افغانستان غواړي له پاکستان سره د سولې په برخه کې کار وکړي، لومړى بايد يوه پياوړې اجنډا جوړه شي، ترڅو افغانستان په ډک لاس له پاکستان سره د مذاکرې پرمېز کښېني. ولسمشر احمدزي، وړمه ورځ د پاکستان د ملي امنيت له سلاکار سره د ليدنې پرمهال دا هم ويلي و، چې د سولې په اړه بايد يواځې په خبرو بسنه ونه شي او اوس د دې وخت رارسېدلى، چې په دې برخه کې عملي اقدامات ترسره شي. خو مهدوي وايي، تر هغه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجودې تاريخي ستونزې نه وي هوارې شوي، د حکومتونو بدلېدل، نه شي کولاى د دې دواړو هېوادونو ترمنځ موجودې ستونزې لرې کړي. هغه زياته کړه:« د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاريخي ستونزه د ډيورند مسئله ده، له هندوستان سره د افغانستان نږدې اړيکې او ځينې نورې ستونزې هم شته، چې په اسانه نه شي حل کېداى.» د مهدوى په وينا، تر هغه چې پاکستان په افغانستان کې ناامني او د کړکېچونو جوړول د خپل بهرني سياست په توګه تعقيب کړي، هېڅ مهال د سرتاج عزيز د سفر په شان سفرونه، نه شي کولاى په افغانستان کې د سولې لپاره لار پرانېزي. خو کټوازى بيا په دې باور دى، چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ له ستر ګواښ سره مخ دي، نو دواړه هېوادونه بايد يوځاى د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي. ده هم وويل، چې د سرتاج عزيز راتګ د افغانستان لپاره ښه زېرى نه شي کېداى، ځکه چې د پاکستان ملکي اداره په افغانستان کې سوله غواړي، خو هلته ډېر واک د پوځ په لاس کې دى، نو تر هغه چې پوځ اقدام نه وي کړى، ملکي اداره يې هېڅ هم نه شي کولاى. پښتون هم وايي، چې د پاکستان اوسنى حکومت غواړي له افغانستان سره د سولې راوستو او د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي، ځکه خپله پاکستان په دې وروستيو کې له سختو ترهګريزو بريدونو سره مخ شو. بايد وويل شي چې د ولسمشر احمدزي او د سرتاج عزيز په ګډه ناسته کې دا هم وويل شول، چې په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د اقتصادي او امنيتي مسايلو څو اړخيزې ناستې ولري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery