مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر: په شمال کې د امنیت ټینګښت ته ژمن یو

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني احمدزى وايي، د تحول او اصلاحاتو په اړه يې تړون دا دى، چې په تدريج، خو په اصولي ډول د افغانستان خلک د افغانستان خاوندان شي. نوموړي دغه څرګندونې پرون په ارګ کې د بلخ ولايت له يو شمېر مشرانو، مخورو او په ملي شورا کې د دغه ولايت د خلکو له استازو سره په کتنه کې کړې دي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په دې کتنه کې وويل: « د تحول او اصلاحاتو په اړه، زموږ تړون دا دى چې په تدريج خو په اصولي ډول د افغانستان خلک د افغانستان خاوندان شي.» نوموړي په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت اړتيا ته د اشارې په ترڅ کې ويلي، د ملي يووالي حکومت ژمن دى، چې د هېواد په شمال کې ناامني له منځه يوسي، ترڅو وکولى شي د لويو اقتصادي پروژو د پلي کېدو لپاره ملي او نړيواله پانګه را جلب کړي. ده ويلي:«زموږ هېواد پرېمانه اوبه، کانونه او ښه موقعيت لري. موږ کولى شو له خپلو کاني سرچينو څخه په استفادې سره افغانستان له يو فقير هېواد څخه په يوه ثروت لرونکي هېواد بدل کړو.» هغه په حکومت کې د ښځو د ونډې پر اړتيا ټينګار کړى او وايي، چې د ملي وحدت په حکومت کې د ښځو مشارکت، زموږ د پروګرامونو يوه مهمه برخه جوړوي. ولسمشر احمدزي په دې کتنه کې په هېواد کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د افغان ولس په ځانګړي ډول د هېواد د شمالي ولايتونو د خلکو د پراخې همکارۍ غوښتنه کړې ده. په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د بلخ ولايت مشرانو، ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي ته وويل، چې افغانان ستاسو د تحول او اصلاحاتو د پروګرامونو پر عملي کېدو باندې باوري دي او له هغو څخه کلک ملاتړ کوي. ويناوالو ولسمشر احمدزى مخاطب کړى او ويې ويل، چې د افغانستان خلک له تاسو څخه د خدمت تمه لري، په هېواد کې د عدالت د ټينګښت کومې ژمنې چې تاسو له ولس سره کړې دي، هغه عملي او په ټولو باندې په برابر ډول قانون پلى کړئ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery