دخپریدو نیټه : 2014-10-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
احمدشاه وحید: د ورانو شویو پلونو رغونه ۳۵ ۰ میلیونه ډالره لګښت غواړي
احمد فیصل
د فواید عامې وزارت چارواکي وايې د وسله والو مخالفینو له لوري د تخریب شوو ﭘﻠﭽﮑﻮﻧﻮ او پلونو او ورانو شوو لارو د جوړولو لپاره لسګونو میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.
د دغه وزارت مرستیال احمدشاه وحید وايي په تېرو څو کلونو کې لسګونه پلونه او پلچکونه له منځه تللي دي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کراتو ټينګارکړی چې د لویو لارو د امنیت تامینولو لپاره د دوی هڅې دوام لري.
د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وايې چې په وروستیو کلونو کې د خښ شوو ماینونو د چاودنې له کبله په لویو لارو کې ګڼ پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي دي.
احمد شاه وحید وايي په لویو لارو د نا امنیو د زیاتېدو له امله 14 لوی پلونه او نژدې یو سلو شل پلچکونه تخریب شوي دي.
دغه پلونه او پلچکونه تر ډېره د کابل –کندهار او کندهار- هرات په لویو لارو وران شوي دي.
د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشا وحید وایي چې د دغو پلونو له ورانېدو سره لویې لارې هم خرابې شوې چې بیا جوړېدل یې دری سوه پنځوس میلیونو ډالره غواړي.
دی وايي: « د دغو پلچکونو پلونو او تخریب شوو سړکونو د بیارغولو لپاره تقریبآ دری سوه پنځوسو میلیونو ډالرو ته اړتیا ده، ترڅو بېرته خپل لومړي حال ته راشي.»
د کابل ـ کندهار او هرات سړک اته کاله مخې د امریکا د متحدو ایالتونو د پراختیايې ادارې په شپږ سوه میلیونو ډالره لګښت جوړ شو.
د فواید عامې وزارت مرستیال همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو تخریب شویو سړکونو او پلچکونو د بیارغونې لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د پلونو په ورانیدو کې دوی ډېره برخه نه لري، خو کله نا کله یې ملګري د بهرنیو ځواکونو د وسایطو د له منځه وړو لپاره مجبوریږي، چې د پلونو لاندې ماینونه کیږدي.
خو یو شمېرکابل ښاریانو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دا مساله وغندله او له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د مخنیوي لپاره يې جدي اقدامات وکړي.