مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د خوست سوداګر: له توکو مو غیرې قانوني محصول اخیستل کېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د خوست سوداګر وايي، له تېرو دوو اونیو له راهیسې د دوی له مالونو ناقانونه محصول اخیستل کیږي. دوی دغه څرګندونې پرون په خوست ګمرک کې د یوه اعتراضیه خبري کنفرانس پرمهال وکړې. د سوداګرو په استازیتوب حاجي جمال تڼي خبریالانو ته وویل، د خوست له لارې پر را واردونکو توکو له تېرو دوو اونیو راهیسې د ترانزیټ د لارې محصول اخیستل کیږي، په داسې حال کې چې لایې هم د رسمي ترانزیټ پر وړاندې ستونزې ایجادیږي. نوموړی وايي، له همدې كبله ده چې په هر موټر د محصول اندازه ډېره لوړه شوې، چې زیان یې سوداګرو او ځايي خلکو ته رسیږي. تڼی وايي، اوس د دوی زیاتره مالونه له پولې هاخوا بند دي او اجازه نه ورکول کیږي چې را وارد یې کړي. د نوموړي په وینا، د دې ترڅنګ دلته پر شته مالونو محصول لوړ شوی، چې په پایله کې یې په ښار کې بیې لوړې شوې او مالونه کم شوي دي. دوی ګواښ وکړ، تر هغې به دا ډول محصول ونه مني چې یا یې د ترانزیټ ټولې اسانتیاوې برابرې کړې نه وي او یا یې هم محصول بېرته عادي حالت ته راټیټ کړی نه وي. د خوست د ګمرک مشر د سوداګرو د دې ستونزې په اړه له خبرو کولو څخه ډډه کوي. د يادونې وړ ده، چې د خوست د غلام خان بندر له لارې د راوړونکو مالونو سوداګر ډېر کله له همدې ستونزې ځوریږي. مرکزي ادارو په ځانګړي ډول مالیې وزارت په وار، وار د خوست د دغې ستونزې د اساسي حل ژمنې کړي، خو لا یې هم د عملي کېدو څرک نه لګیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery