دخپریدو نیټه : 2014-10-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په مارجې ولسوالۍ کې درې پولیس وژل شوي
احمد فیصل
د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې يوه کس چې د پوليسو مېلمه و، پر پوليسو بريد کړى، چې په پايله کې درې پوليس او خپله بريد کوونکى وژل شوي دي. د مارجې د ټولنيزې شورا يوه غړي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن سهار وختي د سيستاني سيمې د پوليسو په پوسته کې رامنځته شوې ده. هغه وويل، د دې پوستې قوماندان يو خپلوان مېلمه کړى و چې سهار وختي يې پر پوليسو ډزې کړې او درې پوليس يې وژلي او په ځوابي ډزو کې بريدګر هم وژل شوى دى. سرچينې زياته کړه چې له مرکز لښکرګاه څخه د يادې پېښې د څېړلو لپاره پلاوى ورغلى څو څرنګوالى يې معلوم کړي. د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريداحمد عبيد وايي چې په ياده سيمه کې يې پر پوسته بريد شوى دى.