مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان ته؛ د ماوو له ځالي د مارانو نسل!

benawa afghanistan
خالد هادي
دا خورا چټک او خطرناک حرکت مهار او محوه کړي؛ د خپلي شا و خوا او دولتي تشکیلاتو څخه یې محروم کړي. کنې نو! هیواد مو د ډېرو بدو عواقبو په انتظار دی.

د سیاسي ګوندونو د موجودیت پرته؛ ډیموکراسي نیمګړې وي. خو په افغانستان کي له ډېره پخوا آن د ډیموکراسۍ په لومړۍ لسیزه ( ۱۹۶۳ تر ۱۹۷۳ ) کي ځیني سیاسي ګوندونه او خوځښتونه نه یواځي د بهرنیو تیوریو؛ بلکي د بهرنیو ارزښتونو په موخه زموږ د ملي ګټو خلاف پالیسیو سره منځ ته راغلي دي. ددغو ډلو ټپلو  له جملې، دلته یواځي د هغو څو خطرناکو ډلو له نظریو پرده پورته کوو چي دا مهال سره یوځای سوي او د اندېښنې وړ فعالیتونه کوي. جریان دیموکراتیک نوین ( شعله جاوید ) محفل انتظار ( ستم ملي ) او حزب رهایی افغانستان چي د ډیموکراسۍ په لسیزه کي رامنځ ته سوي، بیا کله خاموش سوي او کله متحرک سوي پټ او ایډیالژیک ګوندونه دي. اوس په نوې بڼه، یوه پالیسي او خورا منظمه رهبري پر مخ ځي.

فکري سرچینه:
ددغي ډلي ایډیالوژي د چین د پخواني رهبرماوو زیډونګ (۱۸۹۳ – ۱۹۷۶ ) له نظریاتو سرچینه اخلي.  ماوو د چین د کمیونیسټ ګوند مشر وو چي په ۱۹۴۹ کال یې د چین ولسمشرۍ ته ځان ورساوه. نوموړي په کمیونیزم کي د کارل مارکس او ویلادیمیر لېنن د نظریاتو ترڅنګ د تشدد او جنګونو خوښولو په موخه د چینایي جنګي تیوریسن سونزو د نظریاتو او مروجو چینايي تیوریو څخه هم کار واخیست. د ماوو کمیونیزم ته د چینایي،  انټي ډیموکراټیک او خونړي کمیونیزم په سترګه کتل کیږي.

خو څنګه چي کمیونیزم په افغانستان کي ښه نوم نه لري نو ددغه خوځښت هڅي په ظاهره د ډیموکراسۍ په حجاب کي پرمخ ځي. له یوې خوا په افغانستان کي د ډیموکراسۍ په نامه هڅي ملاتړ پیدا کولای سي له بلي خوا د ډیموکراسي ترویج ددغو هڅو بری ممکینولای سي. په حکومتي دستګاه کي ددغه خوځښت غړي ځانونه د ډیموکراسۍ خورا پیاوړي استازي معرفي کوي، د غربي استوګني، غربي اړیکو او په مقابل کي د هغو د ملاتړ پر بنسټ دا کړۍ ورځ تر بلي پیاوړي کیږي ځکه نو په ظاهره د ماوویزم شعارنه پورته کوي خو خپل مجلسونه یې د ماوویزم په نظریاتو ګرمیږي.

ایډیالوژي:
په ډیپلوماټیک ډیموکراټیک انداز کي د ماوویزم ایډیالوجي اوس د کمیونیزم او ډیموکراسي یوه ګډوله ده. په افغانستان کي د دغه خوځښت اکثره لارویان د کورنیو جنګونو پر مهال په لویدیځ کي اوسېدلي دي. اوس هم د لویدیځ سره تر نورو ډیري اړیکي لري. د دوی ایډیالوژي  په لوی سر کي واک ته رسېدل دي . د مارکس ، لېنن او ماوو غوندي پر دین بارو نه لري، ایتییزم پالي. پر اقتصادي اړخ یې تمرکز ډېر دی. د طبقاتي وېش مخالف دي خو د پښتنو د واک ختمول او په دې نامه جوړښتونه له منځه وړل غواړي. د ډېورنډ کرښي په هکله یې دریځ د پاکستان په ملاتړ دی، پښتانه وېشلي غواړي. په ناموسي مسایلو کي بې پروايي ښيي او د افغانستان د افتخاراتو او تېر تاریخ خورا کلک مخالفت کوي. دوی د دین، فرهنګ او روایاتو څخه وتل فرهنګي وده بولي او په پرله پسې ډول په دې هڅه کي دي چي څنګه ځوانان جذب او بیا په دغو لارو کي وکاروي. چیري چي ددغه خوځښت کوم غړی په دنده ګومارل کیږي په اتومات ډول په هغه ځای کي نور خپل فکري ملګري استخداموي. په دولتي او شخصي سکټورونو کي یې ریښې غځول او ځان ځایول روانه پالیسي ده.

د پرمختګ زمینه:
د طالبانو د واکمنۍ په ختمېدلو چي افغانستان د سیاسي خوځښتونو او مدني حرکتو څپو ته غېږه ورکړه؛ ددغي ډلي دریځ د حکومت پر خلاف وو خو لا د حکومت لومړۍ تجربې وې چي ولسمشر کرزي خپل ورور قیوم کرزی وګوماره چي د مدني او قومي جوړښتنو ملاتړ ور وګټي. قیوم کرزي په دې موخه د سیاسیونو او مدني فعالینو سره خبري پیل کړې چي د ماوویسټانو ( ماویسټانو ) پر خوځښت وربرابر سو. څنګه چي ښاغلی قیوم کرزی خپل نظر، زده کړي او چندان منطق نه لري نو د ماویستانو د نظریاتو تر تاثیر لاندي سو. د دغه حرکت غړی سو، د مجلسونو زمینې یې ورته برابري کړې، د روښانفکرانو په نوم یې خپل ورور ولسمشر کرزي ته ور وپېژندل او ولسمشر په حکومتي دستګاه کي ځای کړل. دا لړۍ او کړۍ ورځ تربلې مخ پراخېدو سوه، کابینه، د امنیت شورا، سفارتونه ، ولایتونه، معینیتونه او لوی ریاستونه ددغه خوځښت غړو لاندي کړل. په وزیر اکبرخان مېنه کي د قیوم کرزي کور یې رسمي مېلستون او د فکري بحثونو مرکز سو. موږ ته رارسېدلي شواهد ښيي چي آن سلګونه مجلسونه د قیوم خان په کور کي جوړسويدي . آن د ولسمشر کرزي د واکمنۍ تر وروستۍ ورځي پوري قیوم خان کرزي ددغه حرکت هر اړخیز خدمت وکړ، کله چي به د ولسمشر کرزي له لوري یو د دغو ماویستانو څخه ګوښه کېده یا به ورسره څه ستونزه پېښېدله نو قیوم خان به یې دفاع کوله او بیرته روغه جوړه به د قیوم خان کار وو.


د قیوم خان د همکارۍ تر څنګ دغي ډلي د لویډیځوالو سره اړیکي وغځولې او د حکومتي موقفونوڅه په ناوړه استفاده یې هغوی ته په افغانستان کي د پانګوني د لاري د سیاسي مداخلې بلني ورکړې. چي په دې لړ کي د انحم په نامه امریکايي+ عربي کمپنۍ افغانستان ته راغله، ددغه حرکت ډېر غړي یې د مسوولینو په توګه په خورا لوړو امتیازاتو استخدام کړل. د امریکا سره د امنیتي تړون خبره هم ددغي کمپنۍ د کارونو څخه اغېزمنه وه او دغه کمپنۍ د سوداګرۍ ترڅنګ د افغانستان د استعمار خورا عجیبي نقشې لري. د سوپریم پر ځای دغه فعاله کېدونکې کمپنۍ د فرهنګۍ او دیني اصولو د ختمولو په موخه هم کار کوي او د بهرنیانو د غوښتنو په پلمه به ټول هیواد ته شراب هم واردوي ځکه چي په قطر کي یې څو لويي کارخانې د شرابو تولید کوي او دا د دوی د هغه تجارت لپاره هم یوه زمینه ده.

مطرح ماویستي څېرې:
د یادوني په تعقیب ویلای سو چي د ملي ستم، شعله جاوید او رهایی افغانستان حرکتونو بنیاد د پښتنو په مخالف ایښوول سوی او د ماوویزم اوسنی حرکت د هغو ټولو حرکتونو په امتداد ډيپلوماټیک سوی، د لویديځو افکارو څخه متاثره سوی او منظم سوی حرکت دی. خو بیا هم ځیني پښتانه په دغه حرکت کي داسي روان سوي دي لکه د دوی په وړاندي چي بیرته پښتنو ستم کړی وي. دا مهال د مختلفو قومونو اشخاص پکي راټول دي خو ځیني یې ښکاره او ځیني یې پټ غړي دي. موږ کوښښ کړی دی چي یواځي هغه نومونه په ډاګه کړو چي په قدرت کي د پاته کېدو احتمال یې ډېر دی او حضور یې د ولس په زیان دی.

۱-رنګین دادفر سپنتا:


د طاهر بدخش او یاري د کارناموپه تعقیب؛ رنګین دادفر سپنتا ددغه حرکت مخکښ ګڼل کیږي. سپنتا د قیوم د لاري ارګ ته ننوت او د هغه په مرسته هلته پآته وو. د افغانستان تاریخ یې ټول مسخه کاوه، د میرویس خان، احمدشاه بابا او ملالۍ میوندي تاریخ یې د څو لیکوالانو جعل باله ، د پښتنو هر اړخیزه بدنامي یې غوښتله، د امریکايي بریدونو او خپلسرو عملیاتو پلوی وو. په اخلاقي مسایلو کي ډېر افراطي بداخلاقه ثابت سو، راضیه نعیمي او منیژه باختري یې په تور بدنامي وې. ورور یې څه موده ترمخه د یوې مېړوښي ښځي په تښتولو بیا درې میاشتو ساتلو د هغي ښځي د مېړه لخوا ووژل سو چي دوی د طالبانو حمله وبلله. تبعیض او تعصب د سپنتا طبیعت تشکیلوي او د همدې ړانده تعصب یوه کیسه یې د ولسمشر د دفتره راوتلې وه چي څو کاله وړاندي د برتانیې سفیر ولسمشر کرزي ته راغلی وو او ملاقات یې درلود، د ملاقات په جریان کي د ولسمشر سلاکار وزیر تاج ایوبي انګلیس سفیر ته وویل چي د میوند څخه تلیفونونه راته کیږي چي ستاسي ځواکونه د ملالۍ میوندۍ قبر کیندي ایا دا رښتیا ده او که وي ولي؟ وايي چي د سلاکار وزیر خبري لا ختمي سوي نه وې چي سپنتا ږغ بندي وکړ چي دا بحث پرېږده، دا د حبیبي افسانه ده، نه ملالۍ وه ، نه یې قبر، نه هم په میوند کي جګړه. زموږ جدي مجلس مه خرابوه. دا د تاریخ او ارزښتونو دښمن د خپل وزارت او مشاوریت په وخت کي د ماوویزم مخکښ پاته سو او د خپلو اکثرو ملګرو مقررۍ یې وکړې. دده د لا پوره پېژندلو لپاره ضرور ده چي د بهرنیو چارو وزارت پر مهال دده د یاداښتونو کتاب ( سالهای دشوار ) وکتل سي.

۲-سیماسمر:


ډاکټره سیما سمر د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۳ پوري د ښځو چارو وزیره او تر هغه وروسته د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه چي ځان له یوې خوا د بشري حقونو استازې بولي خو له بلي خوا په ځینو بشري ضد پېښو کي لاس لري. دا د ماویستانو د ټولو تصمیمونو شیریکه ده او ډېر وختونه یې دریځ د هیواد او ملي مسایلو په زیان وي.

۳-نجیب روشن:


د ببرک کارمل پخوانی پلوی چي په جرمني کي یې ژوند کړی دی او د مخدوم رهین د وزارت پر مهال یې د ملي  ټلویزون ریاست ته لاره پیدا کړه،  د هیواد د ملي ټیرمینالوجي په ایراني بدلولو ته یې ملا وتړله ، په اداره کي یې خپلسري ګومارني وکړې، مالي فساد یې وکړ او بیا یې د لویي څارنوالۍ او نوي وزیر کریم خرم سره ګوزاره ونه سوه او له دندي ګوښه سو خو تر متعصبو حرکتونو تېر نه سو او په بېلابیلو انټرنیټي سایټونو کي یې پاروونکي لیکني وکړې. د بهرنیو چارو په وزارت کي د خپل فکري ملګري جاوید لودین په ټاکل کېدو د وزارت د سلاکار په توګه مقرر سو او معاش یې د جرمني هیواد له فنډ څخه په لوړه کچه منظور سو. روشن د بهرنیو چارو وزرات تر څنګ د قیوم کرزي د تلویزون چي هیواد نومیږي او په کندهار کي خپروني کوي مسوول هم وټاکل سو. اوس هم د دواړو ادرسونو څخه امتیازات اخلي.


۴- منیژه باختري:


په ناروي او سکنډیناویايي هیوادونو کي د افغانستان سفیره منیژه باختري د مشهور شاعر واصف باختري لور ده. د سپنتا د وزارت پر مهال یې د بهرنیو چارو وزارت د دفتر ریاست دنده پر مخ وړله. د سپنتا او نورو ماویستانو د اکثرو کتابونو د چاپ اهتمام دا مېرمن کوي. کورنۍ یې له آره د تعصب او تبعیض روحیه لري. او د دغه حرکت د برکته د سفارت لوی ډیپلوماټیک امتیاز ور رسېدلی دی.

۵-برنا کریمي:


د ولسمشر د دفتر د ریاست پخوانی مرستیال، بیا د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د پالیسۍ مرستیال او بیا په کاناډا کي د افغانستان سفیر چي دا مهال د انحم په کمپنۍ کي کار کوي یو د مطرحو ماویستانو او ددغه حرکت د غړو څخه دی. برنا کریمي په ماوویزم او ټیم پالنه کي بېباکانه برخورد کوي. د دندو په جریان کي د هغه چلند د مشخصو قومونو سره د څرګند تعصب او تبعیض پر اساس وو. د خپل کاري مېز شاته پر دېوال به یې د رنګین دادفر سپنتا عکس لګولی وو او په اداري چارو کي به یې د هغه په تکیه بدمعاشي هم کوله. دا مهال د انحم په لیکو کي خپلو موخوته کار کوي.

۶-جاوید لودین:


د ولسمشر کرزي ویاند، بیا د دفتر رییس وروسته تر ځینو بداخلاقيو په کاناډاکي سفیر، تر سفارت وروسته د بهرنیو چارو وزرات سیاسي مرستیال چي اوس د انحم موسسې د سیمه ییز مشر په توګه کار کوي. لودین د ماوویزم د حرکت د سرغنه وو څخه دی. د سپنتا سره اوږه په اوږه د هغه ملګرتیا ددې جوګه سوېده چي د هیواد ډېري مهمي سیاسي چوکۍ پر خپل ګروپ ووېشي. هر ځای چي یې کار کړی دی، د خپل حرکت پلویان یې ګومارلي دي. د کومه ځایه چي یې د تبدیلي خبره سوېده، نوموړي د خپل ځای ناستي په توګه د ماویستانو څخه خپل ملګری پېشنهاد کړی دی. د ارګ پر ته هرځای همداسي سوي هم دي لکه په کاناډا کي تر سفارت وروسته چي یې چوکۍ برنا کریمي ته پاته سوه او د سیاسي معینیت وروسته چي یې خپل سکرتر ارشاد احمدي معینیت ته وټاکه.  د بهرنیو چارو په وزارت کي دا مهال ګڼ ماویستان پر لوړو دندو کارکوي چي د نجیب روشن په شمول ډېری یې لودین ټاکلي دي. د معین په توګه د دندي پر مهال یې د انحم د کمپنۍ په ګټه د خپل موقف څخه ناوړه استفاده هم کوله چي د هغو کارونو له جملې یې ځیني اسناد موږ ته رارسېدلي دي. دا مهال هغه د انحم د مخکي ذکر سوو طرحو سره بوخت دی چي د هیواد مخ به پر کومه بدمرغي سوق کړي...؟

۷-سنجر سهیل:


د ۸صبح ورځپاڼي خاوند او چلوونکی سنجرسهیل ددغه حرکت مطبوعاتي سرغنه دی. سره ددې چي ډېری ماویستان د رسنیو سره ښې اړیکي لري خو د ۸صبح په نامه ادرس دغه سړي ته زمینه برابره کړېده چي د نړیوالو رسنیو سره هم روابط قوي کړي او خپله ورځپاڼه هم د ټیم د غړو په مرسته چي اکثریت یې مهمي دندي لري مشهوره کړي.  د امنیت د شورا څخه یې په ډېره زیاته اندازه پیسې د ورځپاڼي د چاپ، تحقیقاتو او اطلاعاتو خپرولو په موخه واخیستې او د هیواد د ملي ارزښتونو پر خلاف یې زهرجن تبلیغات وکړل. د سنجر سره همکار قسیم اخګر هم په یادو چارو کي تر چا کم نه وو، چي د مدیر مسوول دنده یې پر مخ وړله.

۸- داوود سبا:


د سپنتا نږدې دوست او د ماویزم دا پلوی د سپنتا په مرسته د هرات والي وټاکل سو، هلته یې د سپنتا په لارښوونه د هرات د دوو بانفوذو مشرانو مولوي خدایداد او اسماعل خان تر منځ لانجې واچولې چي ځای سپنتا ته خالي سي، لانجو تر یوه وخته دوام وکړ خو چي دا دوه مشران سره جوړ سول داوود سبا ته ځای نه سو پاته بیایې نو د ځان مطرح کولو او تر دې لا لوی مقام خپلولو په موخه رسنۍ ځان ته وغوښتلې او استعفا یې وکړه. د هرات د ولایت څخه تر استعفا وروسته سپنتا وغوښتل چي د سیمه ییزو ارګانونو رییس یې وټاکي خو ولسمشر کرزی یې د استعفا له وجي خپه وو او ورسره وې نه منله.

۹-ګلاب منګل:


د ټیټي سویې قراردادي چي بیا په ترتیب سره د پکتیکا، لغمان او هلمند ولایتونو والي تېر سوی دی د ماویستانو لپاره د لويي پکتیا د تېرایستلو مُهره ده. والي ګلاب منګل چي به په هلمند کي وو نو ځیني ماویستان به یې هلمند ته وربلل او چي کله به په کابل کي وو نو په عمومي مجلسونو کي به یې ګډون ورسره کاوه. د سالنګ او پنجشېر په مېلو به سره وتل او د خرڅ و خوراک لګښتونه به منګل کول. منګل هم د نورو ماویستانو په شان د پښتني واک مخالف دی، د هلمند د ولایت پر مهال یې ډیري قبیلې یوه د بلي په وړاندي بدبینیو ته ولمسولې. د ادارې او امکاناتو څخه په ناوړه استفاده یې ډېر مالي امکانات ځان ته برابر کړل او د بهرنیانوسره یې اړیکي تر اندازه ډېري کړې. نوموړی سره ددې چي د اشرف غني احمدزي د سختو مخالفینو څخه دی خو د ماویستانو د اپارچونیستۍ له مخي د هغو د استازي په توګه د اشرف غني احمدزي په انتخاباتي ټیم کي شامل سو.

۱۰-ارشاد احمدي:


د جاوید لودین سره د ډیرو دفترونو همکار او د ماویستانو د حرکت ځوان غړی  دی چي په کاناډا کي د لودین د سفارت پر مهال یې د مستشار په توګه کارکاوه او بیا د لودین او سپنتا په همکارۍ د بهرنیو چارو وزارت دیوه سیاسي ریاست رییس او وروسته د لودین تر استعفا د هغه په غوښتنه د یاد وزارت سیاسي معین وټاکل سو.
ارشاد احمدي د خپلو ځوانو ماویستي اشنایانو له جملې څو تنه د بهرنیو چارو وزارت پر مهمو ریاستونو وګومارل او ځیني یې بې له اصولو بهرنیو استازولیوته واستول چي په دې لړ کي د نوموړي د نامشروع اړیکو پر اساس یوه ټاکل سوې مېرمن بیرته د ملګرو ملتونو د مختاري وزیري له دندي څخه رد سوه.

اړیکي او زموږ موندني:
د قیوم کرزي او لسوتنو نورو لنډ کاري ژوندلیکونه مو یواځي د مطرحو ماویستي څېرو د معرفي کولو په موخه وړاندي کړل؛ موږ ته رارسېدلي معلومات او زموږ د همکارانو موندني د ټیټي سویې ماویستي دولتي مامورینو او ددغه حرکت د ډېرو نورو همکارانو په هکله هم اسناد او شواهد لري خو د هغو ټولو د نومونو یادولو څخه تېرېږو. د امنیت شورا، ارګ، بهرنیو چارو وزارت، سیمه ییز ارګانونه، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او ډېر نور وزارتونه په مهمو اداري او سیاسي بستونو کي ماویستان لري چي دا ټول د همدغي منظمي حلقې غړي دي.

زموږ د همکارانو د ادعاوو له مخي ویل کیږي چي د امنیت شورا نوی ټاکل سوی سلاکار ښاغلی حنیف اتمر هم ددغه حرکت سره اړیکي لري او د زهرې بهمن په نامه ددغه حرکت د یوې فعالي سره یې په ګډه تجارتي کمپنۍ هم خلاصه کړې ده چي ( انتقال ) نومیږي. خو موږ په دغه حرکت کي د اتمر د شمولیت په هکله کره اسناد پیدا نه کړای سول.


لکه څنګه چي د ماویستانو حرکت په خپل ذات کي هم ډېر پر اقتدار او لوړو موقفونو غړي لري؛ همداسي یې د اړیکو جوړولو او ساتلو چاري خورا منظمي دي. د هیواد د حکومتي تشکیلاتو په دننه کي ددغه حرکت هر غړی د ګڼو چارواکو سره همږغي او ناسته ولاړه لري . د بهرنیانو لپاره هم تر سخت دریځو او افغاني ارزښتونو ته ژمنو افغانانو؛ دا خلک غوره دي . چي دغه پراخ روابط د ماویستانو حرکت ورځ تر بلي لا پیاوړی کوي.

 

مالي، اداري او اخلاقي فساد:
د پورته ذکر سوو نومونو په هکله چي موږ ته کوم اسناد او شواهد وړاندي سوي اوس یې د نومونو په یادولو او ټایپولو ذهنونو ته د مالي، اداري او اخلاقي فساد صحنې راځي. د هر یوه پخوانی ژوندلیک او اوسنی مالي وضعیت که وکتل سي؛ د نه منلو تفاوتونه به ځانونه څرګند کړي. د اداري فساد په برخه کي یې د سپنتا، قیوم کرزي او جاوید لودین د لاري؛ د کلونو کلونو په اوږدو کي د ټولي حکومتي ادارې انحصار یاودلای سو. د خپلو فکري ملګرو ټاکني، د هغو ملاتړ او د هغو اداري بدمعاشۍ یادولای سو. د اخلاقي فساد موضوع چي تر ډېره د دوی د شخصي ژوند برخه ده او ددوی د فکري لاري تاکید ددغي موضوع سره پر بې پروايي دی نو موږ نه غواړو چي د دوی شخصي حریم ته ورسو او د دوی د محافلو هغه عکسونه راوباسو چي خپرل یې د رسنیو د اصولو سره چنداني ښه نه ایسي. خو یوه موضوع مو د اندېښنې وړ ده چي دا خلک د ټول هیواد ناموسي مسایل داسي ګڼي نو که چیري موږ ددوی دا حرکتونه د هیواد د حیثیت په وړاندي مضر درک کړو بیا به رارسېدلي عکسونه هم خپروو.

 

پایله او زموږ هیله:
افغانستان د پردیو خونړیو، منفورو او مضرو مفکورو د ازمایښتونو لابراتوار نه دی . دا په ذاتي ډول د خورا لرغوني ، بافرهنګه او کلک اسلامي ملت ټاټوبی دی. د قبیلوي او قومي تضادونو تخم شیندل او د پرمختګ په نامه د فرهنګ اسکېرل خطرناکه لوبه ده. خو دا خلک د ملي ارزښتنو، ملي ګټو، ملي نوامیسو، اسلام ، افغان تاریخ او افغان کلتور په وړاندي خورا خطرناکه لوبه کوي.


نو! موږ د ټول ملت،  دیني او فرهنګي بنسټونو او د ملت د مشر څخه په ډېره هیله مندۍ غواړو چي د هیواد د ژغورني، فرهنګ ساتلو، دیني ارزښتنو پاللو او فساد محوه کولو په موخه دي ددغه حرکت سره ډیپلوماټیک وقایوي چلند وکړي. دا خورا چټک او خطرناک حرکت مهار او محوه کړي؛ د خپلي شا و خوا او دولتي تشکیلاتو څخه یې محروم کړي. کنې نو! هیواد مو د ډېرو بدو عواقبو په انتظار دی.

 

بېنوا څېړنیزه ډله

مشر: خالد هادي
نیویارک- امریکا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery