مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ډانیل فیلډمن: نوي افغان حکومت کارونه په سمه بڼه پیل کړي

احمد فیصل
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى ډانيل فيلډمين وايي چې افغان ملي حکومت خپل کارونه په سمه توګه پيل کړي خو مخې ته يې ګڼ مهم کارونه پراته دي چې بايد ترسره يې کړي. نوموړي دغه ‌څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې د افغان ډيپلوماتو په وياړ جوړې شوې غوندې ته کړې دي. هغه زياته کړې: «په تېرو دريو اوونيو کې چې نوي حکومت کار پيل کړى، موږ د دې شاهدان يو چې د پام وړ کارونه یې کړي دي.» د نوموړي په وينا، دواړه افغان مشران ولسمشر احمدزى او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله او د دوى ټيمونو د افغانانو د ښګېڼې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي دي. د ١٥ افغان ځوانو ډيپلوماتانو دغه روزنيز پروګرام د چين او امريکا له خوا په ګډه په لاره اچول شوی چې په کې د چين سفير او د افغانستان د سفارت شازدافير ميرويس صمدي هم برخه اخيستې وه. دا پرله پسې درېيم کال دى چې په واشنګټن کې د امريکا او چين له خوا د افغان ډيپلوماتانو د روزنې پروګرام په لاره اچول کېږي. د امريکا ځانګړي استازي د ياد پروګرام پرانيستې غونډې ته پخپله وينا کې زياته کړې چې نوي افغان ملي حکومت په ډېره ښه توګه خپل کار پيل کړى خو وايي چې اوس هم ډېر مهم کارونه د دوى په مخکې پراته دي چې بايد ترسره يې کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery