دخپریدو نیټه : 2014-10-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سرتاج عزیز: له افغانستان سره پر یوه هر اړخیزه طرحه کار کوو
احمد فیصل
پاکستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره پر یوې داسې هر اړخیزې طرحې کار کوي چې پر اساس یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې او بې باوري له منځه ولاړه شي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د نوازشریف د بهرنیو اړیکو مشاور سرتاج عزیز، د کابل له یو ورځني سفره وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل پر ضد وکارول شي.
عزیز زیاته کړه:« ما افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې موافقه وکړه چې پاکستان به نه پرېږدي چې خاوره یې استعمال شي او افغانستان به هم اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د پاکستان پر ضد کار واخیستل شي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه تېره شوې چې ۲۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې په وینا وسله وال ترې افغانستان ته اوړي او بېرته د پاکستان لور ته اوړي.
پاکستان په تېرو څه باندې ۳ لسیزو کې په افغانستان کې د جنګېدونکو عناصرو پټنځای او د تمویل او تجهیز مرکز دی.
سرتاج عزیز، چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره خبرې وکړې، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د یو بل د خاورې د نه کارېدو لپاره دواړو خواوو پر دې هم سلا وکړه چې د پولو د ښې څارنې او تنظم لپاره دې یو میکانیزم جوړ شي.
ده دا هم وویل چې د بایو متریک سیستم، د نویو لارو او اسنادو په اړه هم خبرې وشوې.
عزیز زیاته کړه: «په سیمه ییزه کچه به یو داسي میکانیزم جوړ شي چې که کومه مسله وه نو د سیمې قومندانان به له یو بل سره خبرې کولی شي، بیا به لوړ قومندانان، ورپسې استخباراتي ادارې او بالاخره د بهرنۍ پالیسۍ په کچه به په سیاسي ډول خبرې کېږي.»
سرتاج عزیز وروسته د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزې خبرې په نوم کنفرانس کې وینا وکړه. ده له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، افغانستان د انتقال په پړاو کې دی خو په دغه هیواد کې به نولس سوه نوي یمه لسیزه اکار نه شي.