مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني: په "افغانستان اکسپرېس" کې خپره شوې مقاله اسلامي امت سپکاوى دی

احمد فیصل
ولسمشر احمدزي په افغانستان اکسپرېس ورځپاڼه کې اسلام ته له سپکاوي ډکې مقالې خپرول، ټول اسلامي امت ته سپکاوی وباله او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه موضوع په جدي توګه تعقيبوي. ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، دغه څرګندونې پرون په هغې غونډه کې کړې چې د عاشورا د ورځې د ښې لمانځنې لپاره د امنيتي تدبيرونو د نيولو په موخه جوړه شوې وه. له کابله په انګرېزي ژبه خپرېدونکې ورځپاڼې (افغانستان اکسپرېس) په ۴۵۱مه ګڼه کې د (داعش او د طالبانو اسلام) تر عنوان لاندې يو مضمون خپور کړى دى. د دې مقالې ليکونکى (اى جى احوار) د الله(ج) د پاک ذات، قران کريم او د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) په هکله ناوړه او بې باکه ليکنه کړې ده. د دې ليکنې په اړه د وزيرانو شورا، مدني ټولنو، جهادي مشرانو او عامو خلکو سخت غبرګون ښودلى دى. د حکومت اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اطلاعاتو او فرهنګ او کورنيو چارو وزارتونو ته امر کړى چې د اسلامي ارزښتونو پر ضد د خپرې شوې يادې مقالې چارواکي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري. مشرانو جرګې هم پرون په دې اړه غبرګون وښود. په ياده جرګه کې د بلخ استازي مولوي محمود دانشجو وويل چې افغانستان اکسپرېس ورځپاڼې الله (ج) او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى کړى دى. هغه زياته کړه چې د يادې ورځپاڼي چارواکي بايد هر څه ژر ونيول شي او قانوني چلند ورسره وشي، تر څو بل څوک اسلامي ارزښتونو ته سپکاوى ونه کړي. دى وايي: ((د اسلام مبارک دين خپلو پيروانو ته لارښونه کړې چې نورو باطلو خدايانو ته سپکاوى ونه کړي تر څو له عکس العمل سره مخ نه شي، خو نن ځينو کسانو په قصدي ډول د الله (ج) او د هغه د نازولي پيغمبر لپاره ناسمې کلمې کارولي دي.)) په ياده غونډه کې د کاپيسا استازي مولوي محي الدين منصف په وينا، يادې ورځپاڼې ليکلي: "ته څنګه خداى يې چې خپل بې ګناه بنده ګان وژنې، ايا ته دې له دې کار نه خوشاله يې؟ هېڅوک نه شي کولاى تا وپېژني، نو ته څه غواړې." د منصف په وينا، که چېرې د افغانستان اکسپرېس ورځپاڼې چارواکي مسلمانان نه وي، نو د اسلامي او بين الدول د قوانينو له مخې حق نه لري چې د اسلام دين ته سپکاوى وکړي. دى زياتوي: "خو که چېرې په دغه کار کې مسلمان ورسره همکاري وکړي، پرته له شکه چې مرتد دى." ده له ولسمشره غوښتنه وکړه چې عدلي او قضايي ارګانونو ته امر وکړي څو هر څه ژر د يادې ورځپاڼې چارواکي او مقاله ليکونکي ونيسي او د خپلو اعمالو پر سزا يې ورسوي. په ياده جرګه کې د اروزګان استازى امان الله عظيمي وايي چې يادو کسانو اسلام ته سپکاوى کړى او هر څه ژر بايد په علني ډول اعدام شي. هغه زياته کړه: ((موږ د اسلام لپاره ميليونونه کسان قرباني ورکړې، هېچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ دين ته سپکاوى وکړي.)) د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار وويل چې د يادې ورځپاڼې د چارواکو او مقاله ليکونکي د محاکمه کولو لپاره بايد هر څه ژر عملي ګامونه پورته شي. هغه زياته کړه: ((که دې کسانو په ليکنه کې غفلت هم کړى وي، غفلت يې موږ ته د تحمل وړ نه دى، بايد سزا ورکړل شي.)) د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم د جرګې د يادو غړو د خبرو په تاييد سره وويل چې حکومت بايد هر څه ژر د يادې ورځپاڼې چارواکي محاکمه کړي. افغانستان اېکسپرېس ورځپاڼې، په خپله بله ګڼه کې د اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان له ټولو خلکو او خپلو مخاطبينو بښنه غوښتې ده. په دې اعلاميه کې راغلي: "لومړى په ډېر عذر سره د رب المنان له بارګاه څخه مغفرت غواړم، تر څو د خپلو لوړو صفتونو له مخې چې غفور او رحيم دى، له دې سهوې چې شوې ده، موږ وبښي." دغه ورځپاڼه وايي، ياد د دين ضد مطلب د هغوى د يوه قلمي همکار له خوا چې په بهر کې ژوند کوي، ليکل شوى او د ورځپاڼو مسوولينو د هغه اعتماد له امله چې پر دې ليکونکي يې درلود، پرته له ارزونې چاپ کړى دى. د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د عاشورا د ورځې د ښې لمانځنې لپاره د امنيتي تدبيرونو د نيولو په موخه غونډه جوړه شوه چې په کې د اهل تشيع او اهل تسنن عالمانو، د افغانستان د ديني چارو د تنظيم د عالي شورا غړو او د هېواد امنيتي چارواکو حضور درلود. سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې د عاشورا د ورځې د مراسمو د امنيت د ټينګښت، د هېواد د امنيتي ارګانونو او د وير د مراسمو د تنظيموونکو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په باب خبرې وشوې. ولسمشر احمدزي په دې غونډه کې ويلي: "په دغه ورځ ټول اسلامي امت او اسلامي نړۍ ويرجنه وي او د دې ورځې خاطره نه يواځې د تاريخ په پاڼو کې، بلکې زموږ په زړونو کې هم ثبت ده." هغه وړانديز کړى، چې د عاشورا په ورځ دې اړو کسانو ته د وينې ورکړه، په يوه سراسري کمپاين بدله شي او دغه موضوع دې جدي وګڼل شي. ده همداراز له ځوانانو غوښتي، چې په دې ورځ دې له هغو حرکتونو څخه ډډه وکړي چې د خلکو د ځورونې لامل کېږي. له څو کلونو راهيسې، يو شمېر کسان له اړو خلکو سره د مرستې په موخه د عاشورا په ورځ وينه ورکوي. ديني عالمانو په ياده ناسته کې د هېواد له رسنيو غوښتي، ترڅو د هغو پروګرامونو له خپرولو دې ډډه وکړي، چې د وير له مراسمو سره په مغايرت کې وي. دغه راز هغوى غوښتنه کړې چې د عاشورا په ورځ دې د حساسيت پاروونکو عملونو او هغو حرکتونو له ترسره کولو څخه دې ډډه وشي، چې خلکو ته د مزاحمت سبب کېږي. دوی همداراز ويلي، په هغو سيمو کې دې تورې دروازې نه جوړېږي، چېرته چې د وير مراسم نه ترسره کېږي. د خبرپاڼې له مخې، امنيتي چارواکو ډاډ ورکړ، چې په ټول هېواد کې د امن په فضا کې د عاشورا د ورځې د مراسمو د ترسره کېدو لپاره لازم تدبيرونه نيول شوي او د دغې ورځې د ښې لمانځنې لپاره د امنيتي ارګانونو او د وير د مراسمو د تنظيموونکو ترمنځ همکاري او همغږي موجوده ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery