دخپریدو نیټه : 2014-10-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سیګار: په افغانستان کې سږ کال تر بل وخت ډېر کوکنار کرل شوي
احمد فیصل
د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړی څارونکی بنسټ سیګار په یوه رپوټ کې ویلي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په افغانستان کې تر بل هر وخت ډېر زیات کوکنار کرل شوي وو.
د سیګار دا رپوټ پرون خپور شوی او وايي چې امریکا په تېرو دیارلس کلونو کې په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد مبارزه کې اوه اعشاریه شپږمیلیارده ډالر لګولي دي.
خو په ملګرو ملتو کې د مخدرو موادو او جرمونو نړیواله اداره وايي چې په افغانستان کې کروندګرو تېر کال پر څه باندې شل زره کیلومتر مربع ځمکه کوکنار کرلي وو.
د سیګار مشر جان سوپکو د امریکا د بهرنیوچارو او دفاع وزیرانو ته په لیک کې څرګنده کړې چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د دې نیمايي وو.
د سوپکو په وینا، د مخدرو موادو پر ضد مبارزه کې د امریکا او متحدینو د هڅو هماهنګي په موقت ډول په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید د کمولو لپاره ښه نتیجه ورکړې وه.
جان سوپکو ویلي چې د مخدرو موادو په کښت کې دومره زیاتوالی، په افغانستان کې د امریکا د مخکنیو هڅو پر دوام او موثریت ناوړه اغېز کولای شي.
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د نړۍ د غیر قانوني تریاکو یا اپیمو اتیا فیصده په افغانستان کې تولیدیږي چې ګټه یې وسله والو طالبانو ته رسیږي،؛ اداري فساد ورسره زیاتيږي او په دغه هیواد کې د قانوني اقتصادي سرچینو د رامنځ ته کولو د افغان حکومت هڅې شنډوي.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مصارفو لوی څارونکی (سرمفتش) د ملګرو ملتونو په حواله وايي چې تېر کال په افغانستان کې د دریو میلیاردو ډالرو په ارزښت کوکنار کرل شوي دي.
دغه بنسټ ویلي: « د افغانستان په زیاتو سیمو کې د امنیت د خرابیدو له امله د کوکنارو د کښتونو د ویجاړولو هڅې کمزورې شوې او ښايي د کوکنارو په نوي فصل کې لا زیات کښت وشي.»
د سوپکو په وینا، په تیره یوه لسیزه کې افغانستان ته د پرمختللې تکنالوژۍ د رسیدو له امله افغان بزګر توانیدلي چې څه باندې ۲۰۰۰ کلیومتر مربع شاړه ځمکه په کرونده بدله کړي چې تر ډیره حده د کوکنارو کښت ته ځانګړې شوې ده.
په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه چې د سیګار په رپوټ کې ویلي شوي چې د افغان ولایتي چارواکي د کوکنارو د کښتونو د ویجاړولو زیاتې هڅې نه کوي مایوسي څرګنده کړې ده.
د امریکا سفارت ویلي چې له افغان لوري سره مرسته او ګډ کار کوي چې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو اوږد مهالي پلانونه جوړ کړی.
ده وویل: « په افغانستان کې د کوکنارو کښت له هغو سیمو چې د حکومت تر کنټرول لاندې دي او امنیت ښه شوی، تر ډېره حده هغو سیمو ته چې د حکومت حضور کمزوری دی، امنیت ښه نه دی او لرې پرتې دي لیږدول شوی.»
په افغانستان کې له مخدرو موادو سره د مبارزې د وزارت مرستیال ابراهیم اظهر ومنله چې د وسله والو طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.
اظهر ټینګار وکړ چې د اغېزمناکې حکومتي واکمنۍ ټینګېدل او د کروندګرو د اقتصاد ښه کول له مخدرو موادو سره د مبارزې له بریالتوب سره همکاري کولای شي.
ده وویل: « فکر کوم چې څو په ټول افغانستان کې قانون حاکم نه شي؛ څو چې سالمې حکومتي ادارې جوړې نه شي او له قانونه سرغړونکي قانوني ادارو ته معرفي نه شي، د مخدرو موادو د تولید کمول به سخت کار وي.»
ښاغلي اظهر ازادي راډیو ته وویل چې نړیوالې ټولنې باید په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې د مبازې ترڅنګ د مخدرو موادو پر ضد مبارزه کې هم شعوري برخورد کړی وای.
د ده په وینا په افغانستان کې له مخدرو موادو سره مبارزه په داسې وخت کې پيل شوه چې د نا امنۍ لمن د دغه هېواد ډېرو سیمو ته پراخه شوې وه.
د امریکا د دفاع وزارت هم د سیګار د دغه رپوټ په ځواب کې ویلي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو د کښت او قاچاق پر ضد عملیاتو کې د امریکا د حکومتي ادارو د هڅو ملاتړ کوي؛ خو په مستقیم ډول د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو د پروګرامونو مسولیت نه لري.
د امریکا د دفاع وزارت یوه مرستیال مایکل لمپکین ویلي: « زموږ په باور، په افغانستان کې د کوکنارو د کښتونو د زیاتوالي یوعمده دلیل دا دی چې افغان حکومت د دغو هڅو کافي ملاتړ نه کوي.»