مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ډاکټر غني پر ضد نوی سياسي اپوزېشن

ليکوال: عبدالنافع همت

د شپې اته بجې وې، د کابل پر څلوېښت متره پلنو واټونو نری نری باران اورېده، ګڼه ګوڼه هم کمه وه. د واټ د څنډې څراغونو پنځه  تور کروزينګ موټرونه روښانه کړل چې  د کابل لمر لوېده خواته روان ول، له دې موټرو سره نه پوليس ملګري ول او نه ټراپيکي پوليسو په لوډ سپېکر کې په لوړ اواز کې چيغې وهلې چې لاره خلاصه کړئ، لکه په دې موټرو کې چې کوم مهم څوک نه وي ناست او د مظلومو لارويانو غوندې په پوره زغم او حوصله سره تېرېږي.
تور موټرونه د قرغې تر بند تېر سول او پغمان درې ته ننوتل، د پغمان په کږو لارو  کې لکه تور ماران کاږه واږه روان ول، اخير يوه مجلل او ښکلي کور ته ودرېدل، د کور مخ ته ولاړو وارخطا ساتونکو دروازه پرانيسته، له موټر څخه څو تنه په چټکو ګامونو کور ته ننوتل. د کور په برنډه کې يو دنګ  او په عمر پوخ سړی د هرکلي لپاره ولاړ و، د کوربه ټټر اوږدې ژيړبخوني ږيرې پټ کړې و، نوی خبره دا وه چې د کوربه تندی د نن غوندې چا دومره ورين نه و ليدلی، لکه د زړه ټوله مينه او عاطفه چي يې په تندي کې راغونډه شوې وي.
دا کوربه استاد سياف و، ده  پخوانی ولسمشر حامد کرزی په غېږ کې کلک ونيو، پر مخ يې ښکل کړ او بيا يې خپلې ځانګړي کوټې ته بوت. استاد سياف تر ډېرې مودې وروسته خپل مېلمه ته په پښتو ژبه هرکلی ووايه. حامد کرزي خپله قره قلي خولۍ له سره ليري کړه او په ستومانه غږ  يې وويل: استاده تاسې ويلي وه چې: بعضی حلقات ميخواهند که مجاهدين را به حاشيه برانند. ستاسې وړاندوينه په سلو کې سل رښتيا شوه، اوس همداسي کېږي، ډاکټر غني د اصلاحاتو غم نه دی اخيستی، اصلا يې مجاهدينو ته چل جوړ کړی دی. هغه ورځ به مې هيڅکله هم هېره نه شي چې تاسې د لوړې په مراسمو کې په دريم قطار کې د جنرال دوستم تر شا ولاړ واست او چا مو نوم هم ياد نه کړ.
زه د مجاهدينو دا سپکاوی هيڅکله هم نه شم زغملای، خو خير اندېښنه مه کوئ، دا وضعيت زموږ په ګټه دی،  که د فساد پر ضد د مبارزې په نوم له دولت له ليکو څخه د مجاهدينو شړل همداسي دوام وکړي، نو ټول به تاسې ته پناه راوړي، ځکه چې له تاسې پرته په ميدان کې د مجاهدينو بل مقتدر رهبر نشته. ډاکټر عبدالله له خپلو څو محدودو ملګرو سره دولت ته ننوت، خو خدای خبر چې له اشرف غني سره به يې ګوزاره وشي، اوس خبره دا ده چې تاسې د اپوزېشن اعلان وکړئ، زه او زما ملګري مو په خدمت کې يو.
ويل کېږي چې له استاد سياف پرته له کرزي سره د ملي امنيت پخوانی مشر اسدالله خالد، عبدالکريم خرم، زلمی هيوادمل، رنګين دادفر سپنتا، يونس قانوني، مدبر او ځيني نور پخواني لوړپوړي  چارواکي هم ملګري دي. په دې وروستيو کې يې د پير سيداحمد ګيلاني سره هم کتلي، خو له هغه څخه يې څه نه دي بود کړي. ښاغلی کرزی غواړي چې په دې ورځو کې هرات ته هم سفر وکړي او هلته په دې اړه له اسماعيل خان سره خبرې وکړي. اسماعيل خان هم يو له هغو خلکو څخه دی چي نه يې په انتخاباتو کې بری وموند، نه د جمعيت مشرتوب په لاس ورغی او نه هم د ملي اتحاد په نوم حکومت کې د پام وړ ونډه ور ورسېده، نو امکان لري چې د استاد سياف پر لاس دا بلنه ومني او ډېر ژر له نوي اپوزېشن سره يو ځای شي.
ښاغلی کرزی به له هرات څخه بلخ ته سفر وکړي او هتله به له خپل پخواني انډيوال عطامحمد نور سره خبرې وکړي. ښاغلی عطا چې ديارلس کاله د حامد کرزي له برکته بې تاجه پاچا و او ملينونه ډالره يې جېب ته واچول، نه يوازې دا چې په دې وروستيو کې د ډاکټر غني له حساب و کتاب څخه وېرېږي، بلکې خپل سياسي راتلونکی هم په خطر کي ويني. دا چې جنرال دوستم د ولسمشر مرستيال شو، د  عطا محمد نور لپاره يو بل د خطر زنګ بلل کېږي. ښاغلی عطا له دې خطر سره سره بيا هم د ولسمشرۍ  خوبونه ويني، آن دا چې په خپل وفادار انډيوال ډاکټر عبدالله يې هم سترګه نه ډکېږي، انډيوالي خو پرېږده چې هغه د خپل  سياسي راتلونکې په لاره کې خنډ ګڼي او د جمعيت ګوند د متحد پاته کېدو په کيسه کې هم نه دی.
د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال ښاغلي کرزي مسئوليت درلود چې ښاغلی عطا منع کړي چې اساسي قانون ته درناوی وکړي، د والي په صفت د مرکزي ادارې اطاعت وکړي او د هيڅ يوه کانديد ملاتړ و نه کړي، خو برعکس ښاغلي کرزي عطا ته په دې اړه يوه تشه ګيله هم و نه کړه، نو داسي ښکاري چې ښاغلي کرزي د يونس قانوني په وسيله له عطا سره پټ لاس درلود او هغه يې دې ته هڅاوه چې د ډاکټر غني پرضد خپل دريځ کلک وساتي او پر شا نه شي.
که نن ښاغلی کرزی له عطا څخه وغواړي چې ملاتړ يې وکړي عطا به يې په ورين تندي ومني، ځکه عطا اوس په پرونيو خبرو او ډاکټر عبدالله په انډيوالۍ پسې نه ګرځي، بلکې د ځان لپاره نوې نقشه لري.  ښاغلي عطا په ځانګړو غونډو کې خپلو نژدې تاجيکو ملګرو ته ويلي چې دی نور پنجشېريانو ته دا چانس نه ورکوي چې د جمعيت او تاجيکانو په نوم امتياز دي يوازي يوه ولسوالي واخلي، عطا  هڅه کوي چې لومړی د جمعيت مشرتوب لاس ته راوړي او بيا د بلې دورې ولسمشرۍ لپاره ځان کانديد کړي، د زلزلې دا ټکانونه ډاکټر عبدالله هم احساس کړي او نه غواړي چې د عطا پر سر له ډاکټر غني سره بيا ناندرۍ پيل او په لوی لاس په جمعيت کې د ځان سيال غښتلی کړي.
 عطا د جمعيت د مشرتوب لاس ته راوړلو لپاره منډې ترړي پيل کړي دي. دا مهال د جمعيت د رهبرۍ لپاره څلور لويې ډلې سيالي کوي. لومړۍ ډله د ډاکټر عبدالله په مشرتوب کار کوي چې د دولتي مقامونو له امله تر ټولو لويه ډله بلل کېږي. دوهمه ډله د احمدضيا مسعود په مشرۍ فعاليت کوي. ښاغلی مسعود ځان تر نورو جمعيتيانو ډېر وړ بولي او وايي چې د احمدشاه مسعود ورور، استاد رباني زوم، د ولسمشر پخوانی مرستيال او اصيل پنجشېری دی. ده څو واره رسنيو ته ويلي چې ډاکټر عبدالله د جمعيت کانديد نه و، بلکې د کودتا له لارې يې ځان د جمعيت له ټکټ څخه کانديد کړ. ښاغلي مسعود دا هم ويلي چې په پام کې لري ډېر ژر ګوندي کنګره راوغواړي او د جمعيت لپاره نوی مشر ټاکي.
دريم ګروپ د استاد رباني د زوی صلاح الدين رباني په مشرۍ تشکيل شوی دی. دا يو کوچنی ګروپ دی چې د جمعيت رهبري ميراثي ګڼي او وايي چي بايد د جمعيت مشر صلاح الدين رباني وي. څلورم  ګروپ د اسماعيل خان په مشرۍ د جمعيت د مشرتوب دعوه کوي. دا ګروپ د هرات له تاجيکانو څخه جوړ شوی دی.  اسماعيل خان ادعا کوي چې دی په جمعيت کې تر ټولو مشر، متقي او وفادار مجاهد دی، آن دا چې تر اوسه يې خپلې پخوانۍ ږيرې او لنګوټې ته هم تغير نه دی ورکړی. ښاغلی اسماعيل خان دا ګيله هم لري چې ولي د احمدشاه مسعود تر مرګ وروسته دی مشر و نه ټاکل شو، دی وايي چې هغه مهال يې د استاد رباني په درناوي کې د فهيم خان مشرتوب ومانه، خو اوس چې استاد رباني او فهيم خان دواړه  مړه شوي، نو په جمعيت کې د مشرتوب لپاره تر ځان وړ شخص نه ويني.  
حامد کرزی چې د خپل واک په موده کې يې ټول واک نظار شورا ته ورکړی و، ځان د دې ګروپونو تر منځ د وصل يوه ښه  کړۍ بولي. دلته خبره د ( حب علي ) نه، بلکي د ( بغض معاويه ) ده. ښاغلی کرزی غواړي ټول هغه قوتونه سره يو ځای کړي چې په نوي نظام کې خپل راتلونکی خوندي نه ويني، په تېره بيا هغه اشخاص به خامخا ده ته پناه وروړي چې په اداري فساد کې ښکېل دي، ځکه چې ټول لوړپوړي دولتي چارواکي ده مقرر کړي او د خپل واک په وروستۍ غونډه کې يې خپلو پلويانو ته وويل چې د مقرريو ټول فرمانونه يې په پټو سترګو لاسليک کړي دي. 
ډاکټر غني به د کابينې تر جوړولو وروسته د واليانو او امنيې قوماندانانو ته خپل پام واړوي. د ځينو ولايتونو د امنيې قوماندانان په دې تورن دي چې شخصي زندانونه لري،  بنديان يې وژلي، په قاچاقو کې لاس لري او ګڼ شمېر دولتي ځمکي يې غصب کړي دي. ډاکټر غني ويلي چې موازي ادارې به له منځه وړي. له دې خبرې سره سم د خلکو سترګو ته د بلخ والي عطامحمد نور درېږي، ځکه هغه تل مرکزي حکومت ګواښلی او له ډاکټر غني سره خو يې تر اخيره ډغرې وهلي دي.
د واليانو په لړ کې ګل اغا شېرزی هم ځان تر عطا کم نه ګڼي. دی هم له ځان سره خپل حساب او منطق لري. د بارکزيو د مشرتوب او بوجيو بوجيو ډالرو په درلودلو سره ځان ډېر لوی ورته ښکاري. ښاغلی شېرزی دا باور هم لري چې د افغانستان حکومت په نوبت دی، يو ځل به پوپلزي او بيا به بارکزي حکومت کوي، څرنګه چې د پوپلزي نوبت تېر شو، نو اوس د بارکزيو نوبت دی، دی ځان د وزير فتح خان په رول کې ويني او فکر کوي چې د بارکزيو د نوي حکومت بنسټ به کښېږدي. 
له فساد سره مبارزه د ډاکټر غني  له اساسي کارونو څخه ګڼل کېږي چې د کابل بانک د مسئلې بيا څېړل او لويې څارنوالۍ ته د څو وزيرانو ورپېژندل يې ښکاره ثبوت دی. د دې مبارزې په بهير کې هغه څوک چې د فساد په نوم تورن او يا مجازات کېږي، ملګري به يې داسې شعار ورکوي چې دوی مجاهدين دي او ډاکټر غني د استاد سياف خبره مجاهدين ګوښه کوي. 
تر دې مهاله د ډاکټر غني د حکومت پر وړاندې درې لويې جبهې جوړې شوي دي:
۱: اداري مفسدين او د ځمکو غاصبين. 
۲: هغه پخواني مجاهدين چې د نوي عصر د غوښتنو، سواد، تخصص او عمر  له مخې تر وخت تېر شوي او په دولت کې د کار کولو وړتيا نه لري.
۳: د جعيت هغه برخه چې د ډاکټر عبدالله له ګروپ سره اختلاف لري او يا په نوي نظام کې ونډه نه ده ورکړل شوې.  
ښاغلی حامد کرزی چې د قدرت خوند يې ليدلی نه غواړي چې ارام کښېني، آن دا چې د خپل واک په وروستيو وختونو کې يې د دولت له ماشين څخه دومره پرزې و ايستلې او دا ماشين يې دورمره تخريب کړ چې ډاکټر غني ته به يې چالانول ګران کار وي، تر څو چې ډاکټر غني دا زوړ ماشين ترميموي، نو ښاغلي کرزي به خپله نوې جبهه جوړه کړې وي. د ښاغلي کرزي له وروستيو غونډو او ليدنو داسي ښکاري چې هغه غواړي د حکومت د نوي اپوزېشن مشري وکړي، خو دا چې خپل ګوند او سياسي تشکيل نه لري، نو غواړي لومړی يوه ډله جوړه کړي، تر څو موثر وګڼل شي او د اپوزېشن مشري تر لاسه کړي.
د ښاغلي کرزي سياسي سابقه ښيي چې هغه د خپلو سياسي نيمګړتياوو تر څنګ په قبيلوي ناروغۍ هم اخته دی. د دې خبرې د ثبوت لپاره له طالبانو سره د هغه اړيکو ته ورګرځو. ښاغلی کرزی پوپلزی درانی دی. ده د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له پوپلزيو قوماندانو سره ډېرې نژدې اړيکې درلودې لکه قوماندان عبدالرازق، ملا يار محمد، ملا بس الله خير خواه، ملابرادر او داسي نور. آن دا چې د همدې اړيکو له مخې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد پرېکړه وکړه چې ښاغلی کرزی په امريکا کې خپل خاص استازی وټاکي، خو د ښاغلي کرزي په وينا چې هغه مهال د ملت بابا له دې کار سره مخالفت وښود.
کله چې امريکايانو د طالبانو رژيم رانسکور کړ،  نو ( آی، ايس، ای )  د طالبانو ډېر مهم قوماندانان او مشران ونيول، څوک يې امريکايانو ته حواله کړل او څوک يې په خپلو زندانونو کې تر هغو پورې شکنجه کړل چې معيوب او يا مړه سول. له دې ډلې څخه يو هم د طالبانو د وخت دفاع وزير ملاعبيد الله او بل استاد ياسر  ول چې د ( آی، ايس، ای ) په زندان کې د شکنجو له امله مړه شول. د ملا عبيدالله او استاد ياسر د راخلاصولو په اړه ښاغلي کرزي پاکستان ته يوه تشه ګيله هم و نه کړه،  خو د ملابرابر د را خوشي کولو لپاره يې پرله پسې او چټکې منډې وکړې، ځکه چې ملابرادر په خټه پوپلزی و.
ښاغلی کرزی به اوس يو ځل بيا له خپل قبيلوي ذهنيت څخه ګټه واخلي او په دې ډول به وکولای شي چې د پورته دريو جبهو پرته د اپوزېشن يوه بله جبهه هم جوړه کړي. دا جبهه به د درانيو وي چې مرکز به يې کندهار وي. د دې جبهې جوړولو لپاره ښاغلي کرزي په دې ورځو کې د کندهار له بېلابيلو مشرانو سره ليدنې کتنې پيل کړي دي، دی غواړي يوه څېړنه ترسره کړي او ځان ته معلومه کړي چې کندهاريان په تېره بيا دراني د نوي نظام په اړه څه فکر کوي، په تېره بيا له هغو مشرانو سره ډېر ويني چې يا په فساد ککړ دي او يا په راتلونکې نظام کې ځان خوندي نه ويني.
د کندهار هغه پخواني چارواکي ډېر وارخطا دي چې مليونونه ډالر يې غلا کړي، دولتي او ولسي  ځمکې يې غصب کړي او خلک يې ځورولي دي. ښاغلی کرزی به ډېر ژر وتوانېږي چې په خپله ساحرانه ژبه او له مفسدينو سره د پخوانۍ انډيوالۍ له امله هغوی د ځان ملګري کړي.
ښاغلي کرزي له امريکايانو سره امنيتي تړون لاسليک نه کړ او  ځان يې ملت داسي وښود چې ګواکي د ملي ګټو له امله يې دا کار و نه کړ او ملت ورباندي ګران دی، په دې ډول يې وکولای شول چې د ځان پر وړاندې لږ تر لږه  د ساده ولسونو قهر او غصه کمه کړي. څرنګه چې طالبان د امنيتي تړون په لاسليک کولو سره ډاکټر غني ته ډېر په قهر دي او له بلې خوا ښاغلي کرزي تل له طالبانو سره نرم چلند کړی او د خپل واک په وروستيو وختونو کې يې ګڼ شمېر طالب زندانيان خوشي کړل، نو دا به د دې لامل وګرځي چې طالبان په کندهار کې له کرزي او هغه له ملګرو سره چندان غرض و نه کړي او آن ښاغلي کرزي ته به زمينه مساعده کړي چې د ډاکټر غني پر وړاندې سياسي اپوزېشن جوړ کړي.
که د ډاکټر غني پر وړاندې د اپوزېشن ټول ګروپونه له طالبانو سره خواخوږي نه لري، نو لږ تر لږه به يو ګروپ داسي وي چې طالبانو ته به ډېر نژدې وي.  دا نوی اپوزېشن به څلور مهم سياسي مشران رهبري کوي لکه خپله حامد کرزی، استاد سياف، عطامحمد نور او اسماعيل خان. اسماعيل خان او استاد سياف به دا چيغي وهي چې نوی ولسمشر مجاهدين له دولتي ليکو باسي. عطامحمد نور د تابعيت په تذکره کې يې د افغان له نوم سره مخالفت وښود او په دې وروستيو کې په توندلارو او متعصبو تاجيکو کې ډېر مطرح شوی چې په دې ډول يې د پدرام غوندې متعصب تاجيکان ځان راټول کړي دي. دی اوس داسي فکر کوي چې د جهاد شعار نور زوړ شوی او يا لږ تر لږه په دې شعار کې اسماعيل خان او استاد سياف تر ده مخکې دي، دی به د نظار شورا اصلي مفکورې ته وروګرځي او قومي سياست به غوره کړي، د عطا شعار به دا وي چې په موجوده نظام کې د تاجيکو ونډه کمه ده، خو په دې اپوزېشن کې به ښاغلی کرزی تر  ټولو زوړ، غير مدني او کوچنی شعار ولري. ښاغلی کرزی چې تر پرون پورې يې ځان ملي مشر معرفي کاوه او آن دا چې خپل شخصي لباس يې هم د افغانستان له بېلابيلو قومونو او سيمو ممثل باله، نن به افغانانو ته خپله اصلي څېره ورښکاره کړي او د يوې قبيلې په نوم به شعار ورکړي  او وايي به چې په نوي نظام کې د درانيو ونډه کمه ده.
ښاغلی کرزی د درانيو او کندهاريانو غم نه دی اخيستی او دراني هم سخته کرکه ځني لري، ځکه دراني او کندهاريان پوهېږي چې کرزي  په  خپل لاس د درانيو او کندهاريانو پر سياسي تابوت مېخونه ټکوهل. کندهار چې درې پېړۍ د افغانستان په تېره بيا د پښتنو سياسي محراب پاته شوی و، کرزي دا محراب د تل لپاره له بيخه و ايست. لکه څنګه چې له کرزي سره د درانيو، کندهار او په مجموع کې د افغانستان غم نشته، دغسي د اپوزېشن له نورو ګروپونو سره هم هيڅ خواخوږي نه لري، بلکي يوازي غواړي چې يوه دفاعي جبهه جوړه کړي. غواړي ډاکټر غني ته دا وښي چې که ما او زما ملګرو په تېره بيا زما کورنۍ ته دي لاس را اوږد کړ نو له عطا او استاد سياف غوندي اشخاصو سره لاس يو کوم، دا چې ته اوس په پښتنو کې د غلجيو قومونو ملاتړ له ځان سره لرې، نو زه هم کولای شم چې دراني قومونه ستا پر ضد راوپاروم، نو ښه به دا وي چې زموږ سره  تېر حساب او کتاب و نه کړې، په تېره بيا د کابل بانک، عينو مېنې، غوري سيمنټو، احمدولي خان کرزي او حشمت خليل د مرموزو وژنو مسئلې و نه څېړې او د ايران له خوا په تورو کڅوړو کې رالېږل شوي ډالرو نوم خو بيخي مه يادوه. 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery