دخپریدو نیټه : 2014-10-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پولیسو کابل کې داعش پلوه ډله نیوله ده
احمد فیصل
د کورنیو چارو وزارت وايي هغه ډله نیول شوې چې د کابل پوهنتون پر دېوالونو یې د داعش وسلوالې ډلې پر ملاتړ شعارونه لیکلي وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي، چې دغه کسان د کابل پوهنتون د امنیتي کمرو په واسطه څارل شوي وو او پولیس یې په نیولو بریالي شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش وسلوالې ډلې هر ډول فزیکي موجودیت ردوي او وايي چې د پوهنتون پر دېوالونو د داعش پر پلوۍ شعارونه د دې افراطي ډلې د فکري ملاتړو له خوا لیکل شوي دي. څو ورځې مخکې نا معلومو کسانو د کابل مرکزي پوهنتون پر دېوالونو د «زنده باد داعش» شعارونه لیکلي وو.