مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-24   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ځانمرګي بريد د ژړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وواژه .

لودين

د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير په ځانمرګي بريد کي ووژل سو .

بريد نن غرمه مهال د سپين بولدک ولسوالۍ د نوي کلي په سيمه کې سوی دی ، بريد هغه وخت تر سره سو کله ، چي د ژړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير شامحمود د سپين بولدک ولسوالۍ  نوي کلي ته تللی وو او پلان يې درلود چې د مخکني تر لاسه سوي راپور پر اساس ځانمرګی بريد ګر ونيسي ، چي سيمي ته تر رسيدو سره سم بريدګر په ځان پوري چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړل او  د ملي امنيت مدير يې وواژه .
په پيښه کي د ملي امنيت درې سرتيري ټپيان سوي  هم دي ، د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پيښي پخلی کوي ، وسله والو طالبانو د پيښي مسووليت په غاړه اخستی دی ، طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چي په دې پيښه کي يې د ملي امنيت لسو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery