دخپریدو نیټه : 2014-10-24 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
د غورک ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل سو .
لودين
د کندهار د غورک ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو به بريد کي ووژل سو .
بريد تيره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ د سرخ اباد په سيمه کې هغه وخت تر سره سوی دی ، کله چي امنيه قوماندان محمدشفيق پر يوه بله پوسته باندي د وسله والو طالبانو د بريد د دفاع دپاره د پوليسو مرستي ته روان وو چې د وسله والو طالبانو د کمين سره مخ سو .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې په بريد کې امنيه قوماندان وژل سوی او يو ساتونکی يې ټپي سوی دی .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .