مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني د عمرې حج ادا کولو په نیت سعودی عربستان ته لاړ

د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د عمرې حج د اداکولو لپاره د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار سعودي عربستان ته روان شو. د افغانستان جمهور رئیس او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په بهیر کې د عمرې حج پر اداکولو سربیره د سعودي عربستان له ولیعهد او د دغه یو هېواد له یو شمېر چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په باب به ورسره خبرې وکړي. د افغانستان له جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي سره په دغه سفر کې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمدخان، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئیس فوق العاده استازی احمدضیا مسعود، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر،د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني، د افغانستان د علماوو د سراسري شورا رئیس مولوی قیام الدین کشاف، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی ملګرتیاکوي. د افغانستان جمهور رئیس د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په بهیر کې د افغانستان له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان د نوي جمهور رئیس په توګه به خپل لومړنی بهرنی سفر په بیت الله شریف کې د عمرې حج له اداکولو پیل کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery