دخپریدو نیټه : 2014-10-25 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د سولې عالي شورا: سعودي عربستان د سولې په برخه کې ډیره مرسته کولای شي
احمد فیصل
د سولې عالي شورا وايي، که سعودي عربستان وغواړي د افغان سولې په پروسه کې ډېره مرسته کولای شي. د دې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد ویلي د عربستان چارواکي او شیخان پر هغو طالبانو چې په افغانستان کې فعالیت کوي ډېر اغېز لري او که وغواړي کولای شي له دې لارې د سولې په ټينګښت کې ډېره مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړې، دی هیله من دی چې د سعودي حکومت به په دې برخه کې مرسته وکړي. هغه ویلي، دا چې چې سعودي ته د افغان ولسمشر د سفر په اجنډا کې د سولې خبرې هم دي، نو کیدای شي په دې برخه کې ځینې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي.