مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د خلکو همکاري د غزني په مقر کې د امنيت راتلو لامل شوې

احمد فیصل
د غزني د مقر ولسوالۍ چې د دغه ولايت يوه له نا امنو سيمو وه، له پوليسو او پاڅون کوونکو سره د ځايي خلکو د همکارۍ له امله يې امنيت ښه شوى دى. يادې ولسوالۍ ته دوه ورځې مخکې ځينو خبريالانو سفر کړى و. خبريالانو ته د مقر ځينو خلکو او چارواکو ويلي چې دلته خلک له سيمه ييزو پوليسو سره همکاري کوي او امنيتي وضعيت تر پخوا ډېر ښه شوى دى. د مقُر ولسوالۍ د خوزيو سيمې قومي مشر او پخوانى جهادي قوماندان عبدالصمد وايي، په دې وروستيو کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو تر څنګ خلک هم د وسله والو پر وړاندې پاڅونونه کوي. هغه پژواک اژانس ته ويلي: ((طالبانو ظلمونه کول، خلک اړ شول چې پر وړاندې يې پاڅون وکړي؛ يا يې په تړاو امنيتي ادارو ته معلومات ورکړي.)) د دې ولسوالۍ د چمبرانو سيمې اوسېدونکي او ديني عالم مولوي احسان الله ويلي، په دې ولسوالۍ کې عام خلک له سيمه ييز پوليسو او پاڅون کوونکو خوښ دي. مولوي زياتوي: ((زه د نامدر کلي ملا امام يم، پوليسو ډېر ښه امنيت راوستى، طالبانو پر دې خلکو ډېر ظلمونه وکړل. داسې کارونه يې کول چې خلک ترې په تنګ شوي وو؛ ځکه خو يې پاڅون وکړ.)) په مقُر ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو قوماندان فيض الله له پژواک سره په خبرو کې ويلي، د وسله والو طالبانو پر وړاندې تر پاڅونونو وروسته په دې ولسوالۍ کې امنيت ښه شوى دى. نوموړى وايي: ((تېر کال په لومړي ځل زما مشر ورور حبيب الله پاڅون وکړ، وروسته پرې ځانمرګى بريد وشو او له څو ملګرو سره يو ځاى ووژل شو. مشرانو زه د هغه ځاىناستى کړم او اوس د طالبانو پر وړاندې ولاړ يم.)) فيض الله وايي چې د سيمې اوسېدونکي ورسره په امنيت کې د ده په وينا ډېره مرسته کوي. د ده په خبره: ((تېر کال په دې ولسوالۍ کې امنيت ډېر خراب و، امنيتي ځواکونو نه شواى کولاى، چې د سيمې امنيت ونيسي خو نن د غزني تر ښاره په مقُر کې امنيتي وضيعت ښه دى.)) بلخوا د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ميرزامحمد وايي چې په دې ولسوالۍ کې ۲۰۰ سيمه ييزپوليس شته چې پر امنيت يې ښه اغېز لرلى دى. دى وايي: ((په ټوله ولسوالۍ کې به داسې څوک پيدا نه شي چې له سيمه ييزو پوليسو شکايت وکړي. موږ هم له خلکو سره ښه چلندکوو او خلک هم له موږ سره په امنيت کې ونډه اخلي.)) د مقر امنيه قوماندان څارمن حاجي محمد وايي په دې ولسوالۍ د امنيت راوستو مهم لامل د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي او ورسره په څنګ کې د عامو خلکو ملاتړ دى. نوموړي وايي: ((په مياشت کې دوه ځلې قومي مشران راځي، له موږ سره غونډه کوي؛ هغو ته مو ويلي که غواړئ په سيمه کې مو امنيت راشي، طالبان وشړئ او له موږ سره مرسته وکړئ.)) قوماندان وايي، د دې ولسوالۍ د کوه بند سيمه يوازېنۍ هغه سيمه ده چې امنيت يې ډېر خراب دى؛ هلته وسله وال طالبان واکمن دي خو د ده په وينا بل ځاى امنيتي ستونزې نه لري. د ده په خبره، د مقر ولسوالۍ د لړم په سيمه کې چې پخوا په کې د وسله والو طالبانو نفوذ ډېر و، اوس مهال په کې پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس پراته دي. بلخوا د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم وايي چې په دې وروستيو کې د مقر ولسوالۍ امنيتي حالت ښه شو‌ى دى. نوموړي ويلي: ((که چېرې د غزني د نورو ولسواليو خلک هم د مقر ولسوالۍ د خلکو پر څېر له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي، نو امنيت به يې ښه شي.)) امنيه قوماندان وايي چې د مقر ولسوالۍ په امنيت کې له نيمايي ډېر عام خلک رول لري او له امنيتي ځواکونو سره ډېر همکار دي او مرسته ورسره کوي. مقُر د غزني ښار سوېل ته په ۱۰۳ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې له ګيلان، اب بند او ناوې ولسواليو سره ګډې پولې لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery