مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

فارن پالیسي: په افغانستان کې د کره سرشمېرنې نه شتون د پرمختیايي پلان جوړونې خنډ دی

احمد فیصل
د فارن پاليسي خپرونې د سوېلي اسیا له څانګې علي کریمي په افغانستان کې د کره سرشمېرنې د نشتوالي او د سرشمېرنې له امله د افغانستان پر ستونزو رڼا اچولې ده. په دې ليکنه کې چې د اکتوبر په درویشتمه نېټه خپره شوې ده، د افغانستان د ولسمشرۍ وروستيو انتخاباتو او د نفوس د دقيقې احصايې نشتوالي ته په اشارې ویل شوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو له جنجالونو يو مهم درس دا اخيستل کېږي چې بايد د احصايې غم وخوړل شي. د باوري سرشمېرنې نشتوالی تل د افغانستان د حکومت لپاره يو سرخوږی و او له موثرو پلان جوړونو رانيولې تر اوږدمهالو پرمختيايي پروژو او ټاکنو پورې يې په بېلابېلو برخو کې ستونزې پېښې کړې دي. فارن پاليسي د سرشمېرنې په اړه د افغانستان د پخوانيو حکومتونو هڅو ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې ټول په دغه کار کې پاتې راغلي دي. خپرونې ليکلي چې لومړي پلا په ۱۸۶۸ او ۱۸۷۸ کلونو کې امير شېرعلي خان د ماليو د ټولولو لپاره د نفوسو د شمېر د معلومولو هڅه وکړه خو د مختلفو دلايلو لکه جګړې او تشدد له کبله د شېرعلي خان هڅه ناکامه شوه. فارن پاليسي وايي چې وروسته په يو زرو نهه سوه وم (۱۹۰۰) کال امير حبيب الله خان وغوښتل چې د کابل ښار د نفوسو شمېر معلوم کړي؛ خو د ده دغه کار په خلکو کې پراخه وېره رامنځته کړه او کله چې دولتي مامورين کور په کور وګرځېدل ورته څرګنده شوه چې اکثره نارينه له ښاره تښتېدلي دي. فارن پالیسي په هماغه وخت په کابل کې د امیر د یوې خدمتګارې انګرېزې جوړې ارنیسټ او ان تورنټن په قول وايي، کله چې حکومتي مامورینو وغوښتل چې کور په کور وګرځي او معلومات راټول کړي، د کابل ټول نارینه له ښاره وتښتېدل او په مختلفو شکلونو یې ځانونه له ثبتېدو پټ کړل. دوی وايي چې کابل ښاریان ډارېدل چې حکومت به د دوی نومونه د کوم جرم په ارتباط، چې دوی ورڅخه خبر نه دي، غواړي. خو کله چې حکومت د احصایې اخیستلو پروګرام بس کړ، سمدستي خلک ښار ته بېرته راغلل. په ۱۹۷۲ میلادي کال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په مالي مرسته د یوې ابتدايي سرشمېرنې هڅه وکړه. دا په حقیقت کې په افغانستان کې د نفوسو لومړنۍ سروې وه، خو محدوده وه. په ۱۹۷۹ کال د افغانستان د خلق ډیموکراتیک رژیم د سرشمېرنې هڅه وکړه. د ملګروملتونو په مالي او تخنیکي مرسته دا سرشمېرنه هم نیمګړې پاتې شوه؛ ځکه چې غیر ښاري سیمې د مجاهدینو لاس ته ورغلې او ۸۰ تنه سرشمېرونکي یې ووژل شول. په دې سرشمېرنه کې د اکثرو ښارونو د نفوس شمېر څرګند شو خو د ډېرو کلیوالي سیمو چې اکثره افغانان په کې اوسي، څرګند نه شو. همداراز د کوچیانو سرشمېرنه ونه شوه. فارن پالیسي د دغه راپور په دوام کې د سرشمېرنې پر ګټو او ضرورت هم رڼا اچولې او ویلي یې دي چې له دقیقې سرشمېرنې پرته یو هېواد خپل پرمختیايي پلانونه نه شي اجرا کولی. خو د افغانستان روانو حالاتو ته په کتو داسې نه ښکاري چې په لنډ وخت کې دې سرشمېرنه ممکنه وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery