مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-26   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار:په بمي چاودنو کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

لودين


د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کي د ددو بمي چاودنو پر مهال پنځه تنه وژل سوي او درې تنه نور ټپيان سوي دي.
د کندهار د ميوند ولسوالۍ امنيه قومندان څارمن عبدالعلي کليوال وايې ،  چې تېره ورځ له غرمي مخکي د سيمه ايزو پوليسو پر موټر چاودنه سوي چې په نژدي سيمه کې ملکي کسان هم وه.
هغه وايې چې په دې پېښه کې يو دوه سپين ږيري او ځوان وژل سوي دي او همدا راز په رينجر موټر کې يو سيمه ايز پوليس وژل سوى او يو تن بل ټپي دى.
د امنيه قومندان د معلوماتو پر اساس چې په يوه بله چاودنه کې بيا يو ملکي کس وژل سوى او دوه نور ټپيان دي.
لومړى پېښه د شېرعلي کاريز ته څيرمه سوي او دوهمه چاودنه په شاهي کاريز سيمه کې سوي ده.
د دواړو پيښو مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery