مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په جلال اباد کې د دوو مهمو پلونو د رغونې چارې درېدلې

احمد فیصل
په جلال اباد ښار کې د فوايد عامې رياست له خوا د دوو پلونو چارې نيمګړې پاتې دي، چې له امله يې خلکو ته ستونزې پيدا شوې دي. خو چارواکي وايي چې د جندرما د نيمه رغول شوي پله چارې به په راتلونکې اونۍ او د فارم هډې د نيمه رغول شوي پله چارې به د مرغومي په مياشت کې پيل شي. څو مياشتې وړاندې د جلال اباد ښار د دريو مهمو پلونو د رغېدو چارې پيل شوې وې، خو تر اوسه پورې د درې واړو پلونو چارې ټکنۍ روانې دي. د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير ګل رسول فقير وايي د جندرما او فارم هډې پلونو چارې ټکنۍ دي. هغه زياته کړه، چې د امنيه قوماندانۍ ترڅنګ د جندرما د پله له جوړونکي شرکت سره يې څو ورځې مخکې ناسته کړې او له هغوى څخه يې د کار د چټکوالي غوښتنه کړې ده. د رييس په خبره ، چې د ياد پله چارې ځکه ځنډېدلې دي، چې وزارت د بودجې له کمښت سره مخ و، نو جوړونکي شرکت هم د پله چارې درولې وې. ده زياته کړه: « موږ بايد د قرارداد له مخې جوړونکي شرکت ته د کار په منځ کې يوه اندازه پېسې ورکړو، خو دا چې پيسې نه وې ، نو ځکه کار درېدلى و.» د فقير په وينا، جوړونکي شرکت ورته ويلي چې په همدې اونۍ کې يې د پيسو د چک کار خلاصيږي او په راتلونکې اونۍ کې به يې چارې پيل کړي. دى وايي که چېرې جوړونکى شرکت چټک کار وکړي، نو د څومياشتو په موده کې به ياد پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې پر جوړېدو به يې ګڼه ګوڼه راکمه شي. د فوايد عامې رييس وايي چې د فارم هډې پله چارې هم ولاړې دي او تر ټولو ستر لامل يې په نهر کې د روانو اوبو شتون دى. د ده په خبره تر څو چې يادې اوبه نه وي وچې شوې تر هغه دوى په داخل کې کار نه شي کولى، ځکه نهر وړوکى او اوبه په کې زياتې دي. هغه زياته کړه: « موږ څو ځله د کانال له رياست سره خبرې کړې تر څو نهر وچ کړو، خو هغوى يې په اوس وخت کې د وچولو انکار کړى، ځکه چې سلګونه هکتاره ځمکه بې اوبو پاتې کيږي چې دا ډېر ستر تاوان دی.» انجينر ګل رسول فقير په وينا، دوى ټول هغه کارونه ترسره کړي، کوم چې له اوبو بهر دي او د کانال رياست ورسره ژمنه کړې چې د جدې مياشتې په پيل کې به اوبه بندې کړي او دوى به خپل کارونه د يوې مياشتې په موده کې بشپړ کړي. د جلال اباد ګڼ شمېر ښاريان هم نيوکه کوي چې ياد پلونه له څه مودې راهيسې يې کارونه ځنډني دي او بايد چارواکي د دغو چارو په چټکولو کې جدي اقدامات وکړي. د اکرام الله په نامه د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د جندرما پله چارې له څو مياشتو راهيسې ولاړې دي او هره ورځ په دې سيمه کې د موټرو د ګڼې ګوڼې له مله لاره بنده وي. هغه پر چارواکو نيوکه کوي، چې ډېرى مهال د دوى دسستۍ له امله کارونه په نيمه کې پاتې وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery