دخپریدو نیټه : 2014-10-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افغان ولسمشر چین ته رسېدلی
احمد فیصل
ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی د چین پلازمېنې بېجنګ ته رسېدلی دی. چین ته له رسېدو سره سم په نړیوال هوايي ډګر کې د چیني چارواکو له خوا ولسمشر احمدزي ته تود هرکلی وویل شو. د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې ولسمشر احمدزي ته په لوړه کچه تشریفات نیول شوي وو او د چین د نړیوال هوايي ډګر پر سړک د افغانستان او چین ملي بیرغونه ځړول شوي وو. ټاکل شوې چې ولسمشر د دغه څلور ورځني سفر په ترڅ کې د چین له ولسمشر، لومړي وزیر او نورو لوړو پوړو چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې وکړي.