مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

تر ټولو ډېر بهرني ځواکونه په هلمند کې وژل شوي

احمد فیصل
له هلمند څخه بهرني ځواکونه په داسې حال کې ووتل، چې دغه ولايت د بهرنيو ځواکونو ته تر ټولو خونړى و او په تېره ١٣ کلنه جګړه کې ٩٥٢ بهرني سرتېري په کې وژل شوي دي. په دغه ولايت کې مېشتو امريکايي او برېتانوي ځواکونو د لړم په ٤مه، خپلې وروستۍ پوځې اډې افغان ځواکونو ته وسپارلې او خپلې بسترې یې بار کړې. وروسته له هغه چې د سپټمبر په يوولسمه پر امريکا بريدونه وشول، دغه هېواد او متحدينو يې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد جګړه پيل کړه او په هلمند کې هم بهرني ځواکونه مېشت شول. دغه ولايت ته لس زره برېتانوي ځواکونه ولېږل شول، چې د وخت په تېرېدو سره د امريکا ترڅنګ د يو شمېر نورو هېوادونو سرتېري هم په دغه ولايت کې مېشت شول. که څه هم د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو او په ياد ولايت کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي، خو د (زيانونو) په نامه يوې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په تېرو ١٣ کلونو کې په هلمند کې ٩٥٢ بهرني سرتېري وژل شوي، چې د هېواد د نورو ټولو ولايتونو په پرته زياته مرګ ژوبله ده. ياده وېب پاڼه په افغانستان او عراق کې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه خپروي. د يادې وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، کندهار د بهرنيو ځواکونو لپاره دويم خونړى ولايت ثابت شوى او په دغه ولايت کې ٥٥٣ او په کونړ ولايت کې ١٧٧ سرتېري وژل شوي دي. دغه راز په نورو ولايتونو کې هم ګڼ شمېر بهرني سرتېري وژل شوي ، خو سرپل او دايکنډي هغه ولايتونه دي چې په تېره جګړه کې په کې کوم بهرنى سرتېرى نه دى وژل شوى. په هلمند کې چې کوم ٩٥٢ بهرني سرتېري وژل شوي، ډېرى يې برېتانويان دي، په افغانستان کې د برېتانيا ٤٥٣ سرتېري وژل شوي، زرګونه نور يې ټپيان شوي، چې دغو سرتېرو ته ډيرى مرګ ژوبله په هلمند کې اوښتې ده. دغه راز په هلمند کې د امريکا، ډنمارک، اېستونيا او يو شمېر نورو هېوادونو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي چې دوى په ځانګړو ولايتونو او ولسواليو کې د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه خپروي. خو ددغه دفتر غړي جګړن پاول ګرينبرګ پژواک اژانس ته وويل چې هلمند ولايت تر ٢٠٠٧ زېږديز کال پورې د وسله والو طالبانو مهم مرکز و او په دې سيمه کې د تېرو جګړو پر مهال ايتلافي ځواکونو او افغان ځواکونو دواړه مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه زياتوي، چې په هلمند ولايت کې د نړيوالو ځواکونو د ژمنتيا او وړتيا او د افغان ملي ځواکونو د لوړو مهارتونو له امله وسله وال مخالفين ونه توانېدل چې په دغه ولايت کې خپلو موخو ته ورسېږي. جګړن پاول وايي چې د ايساف د سويل ختيځې قوماندانۍ مسوولينو وکولى شو چې له ٢٠٠٦ زېږديز کال څخه چې د افغان ملي ځواکونو رول نږدې صفر و تر اوسه پورې ٣٠ زرو ته يې شمېره ورسوي. د هغه په وينا، اوسمهال افغان ملي ځواکونه په هلمند ولايت کې ډېر پياوړي شوي او عمليات په خپلې مشرۍ ترسره کوي. د هلمند ولايت يو تن اوسېدونکى او پخوانی ډګروال عبدالتواب وايي چې له ٢٠٠٧ زېږديز کال څخه تر ٢٠٠٩ پورې د هلمند په شمالي ولسواليو کې بهرنيو ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله واوښته. نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې هغه مهال ډېرى عمليات بهرنيانو ترسره کول او افغان ملي ځواکونه سم نه وو روزل شوي، ځکه بهرنيانو زياته مرګ ژوبله لرله. دى وايي چې بهرنيانو ته ډېره مرګ ژوبله د سړک د غاړې د ماينونو له امله اوښتې ده، چې دوى يې د مخنيوي لپاره سم وسايل نه درلودل. ډګروال تواب وويل چې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې د زياتوالي بل لامل د سيمې په اړه د هغوى نابلدتيا وه او ډېرى مهال د وسله والو مخالفينو په کمينونو کې راګير کېدل. د هغه په وينا، په پيل کې دغه ځواکونه د وسله والو طالبانو له تکتيکونو سره هم نه وو بلد او له همدې امله ورته زياته مرګ ژوبله واوښته . ډګروال تواب زياتوي، له تېر کال راهيسې چې عمليات د افغان ځواکونو له خوا ترسره کېږي، نو د بهرنيانو مرګ ژوبله کمه او دافغان ځواکونو مرګ ژوبله زياته شوې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery