مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د مشرانو جرګې غړي: کمېسیونونو د ولایتي شوراګانو په ټاکنو فساد کړی

احمد فیصل
د مشرانو جرګې ځينې غړي د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې پر درغليو تورنوي او له حکومت څخه په يادو کمېسيونونو کې د بدلون غوښتنه کوي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون له کابو اوو مياشتو ځنډ وروسته د لړم په ٣مه د ولايتي شوراګانو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ تنو ولايتي شوراګانو ته لار ومونده. د يادې موضوع په اړه پرون د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې بحثونه وشول. په مشرانو جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي وويل چې د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکو په تېرو ټاکنو کې پراخه درغلۍ کړې او بايد تر عدلي تعقيب لاندې ونيول شي. هغه زياته کړه:« که په راتلونکو ټاکنو کې هم دغه کسان په کمېسيونونو کې وي، نو يوځل بيا به د افغانستان ټاکنې بدنامې شي او مشروعيت به لاسه ورکړي.» په ياده جرګه کې د کندهار استازي بسم الله افغانمل وايي چې په تېرو ټاکنو کې د افغانستان خلک له امنيتي، اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ شول، خو ټاکنيزو کمېسيونونو په رڼه ډول ټاکنې تر سره نه کړې. هغه زياته کړه:« د کمېسيونونو چارواکو پراخه درغلي وکړه، ډېر هغه کسان يې کامياب کړل چې يا يې پيسې ورکړي او يا يې هم زور درلود.» په ياده جرګه کې د لوګر استازى صفت الله حقمل هم وايي چې د ټاکنيزو کمېسيونونو مشران بايد تر عدلي تعقيب لاندې راوستل شي، ځکه چې په ټاکنو کې يې درغلۍ کړې دي. هغه زياته کړه: « موږ په کمېسيونونو کې ځينې کسان لرو، موږ ته احوال راکوي او وايي چې په کمېسيونونو کې پيسې اخيستل کيږي، تر ٥٠ زرو ډالرو پورې هم په کمېسيون کې د کاميابيدو لپاره اخيستل شوي دي.» د جرګې يو شمېر نورو غړيو هم ورته نظرونه درلودل. خو د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي بيا دا ډول تورونه ردوي او وايي چې دوی هر ډول حساب ورکولو ته حاضر دي. که څه هم چې د دواړو کمېسيونونو چارواکي په ټاکنو کې ستونزې مني، خو وايي چې تر خپلې وسې يې د ټاکنو د روڼتيا لپاره هڅې کړې دي. په مشرانو جرګه کې داسې مهال د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر پايلو بحثونه کيږي چې د دې جرګې څو تنه اوسني غړي هم د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې نه دي بريالي شوي. دا مهال د مشرانو جرګې له ١٠٢ غړيو څخه ٦٨ يې د ولايتي شوراګانو له غړو څخه ټاکل کيږي. خو د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي چې زرګونو کسانو ځانونه د ولايتي شورا لپاره نومولي و او کمېسيونونه خو نه شي کولاى چې ټول بريالي اعلان کړي. هغه زياته کړه: « کمېسيونونو هغه قانون تطبيق کړى چې موږ ورته تصويب کړى او که له دې وروسته موږ کوم کار کوو نو هغه به د قانون خلاف وي، ځکه کمېسيون اوس بريالي کسان اعلان کړي دي.» د ولايتي شوراګانو ټاکنې، د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يو ځاى د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شوې، چې له دې ډلې د ٣٠٨ ښځو په ګډون ٢٦٠٠ کسانو په کې سيالي وکړه. ټاکل شوې وه چې د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې د شکايتونو له څېړنې وروسته د غبرګولي په ١٧ مه اعلان شي، خو د ولسمشرۍ ټاکنو د کړکېچ او تخنيکي ستونزو له امله وځنډېدې. د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې هم له اوږده ځنډ وروسته د وږي په ٣٠ مه اعلان شوې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery