دخپریدو نیټه : 2014-10-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د امریکايي پوځ د انجنیرۍ برخه خپلې نیمګرې پروژې بشپړوي
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د کابل- واشنګټن د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته د امریکا د پوځ انجنیرۍ ډلې په افغانستان کې د رغنیزو پروژو درېدلي کارونه بېرته پیل کړل.
په دې اړه د افغانستان د ساختماني شرکتونو د اتحادیې او د امریکا د پوځ انجنیرۍ ډلې ترمنځ تړون لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې د امریکا پوځ به یوازې د هغو پروژو د موادو د کیفیت معلومولو مسوولیت ولري، چې په افغانستان کې د ساختماني شرکتونو له خوا کارول کېږي.
د امریکا د پوځ انجنیرۍ ډله وايي، په پام کې لري چې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې په افغانستان کې د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت رغنیزې پروژې تمویل کړي.
دغه ډلې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې وروسته له هغې خپلې پروژې ودرولې، چې د امنیتي تړون په لاسلیک کې ځنډ رامنځته شو.
د شوي تړون له مخې هر هغه شرکت چې ټاکل شوي معیارونه په پام کې ونه ونیسي، د امریکا د پوځ د انجنیرۍ ډله به یې د قراردادیانو له لېست څخه وباسي.
د امریکا د پوځ د انجنیرۍ ډلې قوماندان پیټرهیل ملینګر وویل: « په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د نږدې اتو میلیاردو ډالرو په ارزښت کې د بیا رغونې پروژې بشپړې شوې دي چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي.»
نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال یې یوازې لس سلنه پروژې نا تکمیله پاتې دي او د دې لپاره یې تر ۲۰۱۷ کال پورې ۷۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د ساختماني شرکتونو د اتحادیې چارواکي وايي چې دوی به د پروژو د کیفیت په برخه کې جدي هڅې وکړي.
د یادې اتحادیې مشر نعیم یاسین وویل، چې د امریکايي ځواکونو د انجنیرۍ ډلې د ساختماني پروژو د موادو د کیفیت مسوولیت پر خپل غاړه واخیسته.
ده وویل چې د افغانستان د ساختماني شرکتونو اتحادیه به یوازې هغو شرکتونو ته باور لیک ورکړي چې معیاري خدمات وړاندې کوي.
د امریکا پوځ په افغانستان کې سربېره پر دې چې د پوځي اډو او مرکزونو د جوړولو په برخه کې پروژې عملي کوي، د دې ترڅنګ په تېرو څو کلونو کې یې ټولګټې پروژې لکه د هلمند د کجکي بند د بیارغونې پروژې هم پلې کړي دي.