مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د روڼتیا د څار بنسټ: د څلورو ولایتونو د ډبرو سکرو کانونه غیرې قانوني استخراجېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د شفافیت د څار د ادارې چارواکې وايي د هېواد په ځینو سیمو کې د ډبرو سکرو غیرقانوني کیندنو او بهرنیو هېوادونو ته د دغو توکو قاچاق اندیښمن کړي دي. د دې ادارې د پروګرامونو مسوول مجاهد سنګریار وايي که حکومت په دې اړه ژر اقدام ونه کړي په خپل سر د کانونو کیندل به په راتلونکې کې په یوه لویه ملي ستونزه بدله شي. ده وویل: « په بېلا بېلو ولایتونو او سیمو کې د ډبرو سکره په پراخه کچه د وسله والو مخالفینو، زورواکو، پخوانیو قوماندانانو او د سیمې د اوسېدونکو له خوا په قاچاقي ډول په پراخه اندازه کیندل کیږي.» د نوموړي په وینا، دا مهال په هرات، بامیانو، بغلان او سمنګان ولایتونو کې د ډبرو سکره په پریمانه اندازه په خپل سر کیندل کیږي او حتی له هېواده بهر قاچاقیږي. ښاغلی سنګریار وايي دا کار په هېواد کې د سون موادو په بیې اغېز لري او که مخه یې ونه نیول شي په هېواد کې به د سون مواد بیې په بې ساري ډول لوړې شي. دا په داسې حال کې ده چې خلک د ژمې له رارسېدو مخکې په کابل کې د سکرو په اخیستو لګیا دي او شکایت کوي، چې د سون د نورو موادو ترڅنګ د ډبرو سکرو بیه هم لوړه ده. په کابل کې د ډبرو سکرو خرڅونکو ویلي دا نرخونه ځکه لوړ دي چې دوی یې له غیر مسوله کسانو چې ډېر شمېر یې پاکستان ته لیږدوي په لوړ قیمت رانیسي. ازادۍ راډیو د ډبرو د سکرو د یوه پلورونکي له قوله ویلي: « دلته نرخونه ډېر لوړ دي دا ټول په غیرقانوني توګه ایستل شوي دي، حال دا چې غوره لار دا ده چې حکومت یې وکیني او سوداګرو ته یې ورکړي خو بدبختانه له دې ځای نه په ډېر ښه نرخ پاکستان ته وړل کیږي» دوکانداران وايي، دا سکره د حکومت له خوا نه بلکې د عامو سیمه ییزو کسانو له خوا کیندل کیږي او له همدې امله یې هم په افغانستان کې نرخ ثابت نه دی. دا په داسې حال کې ده چې د کانونو وزارت د دوی د ادعا په رد سربیره وايي د منظم پلان له مخې د هېواد د داخلی ضرورت له پوره کېدو ورهاخوا بهرنیو هېوادونو ته هم د ډبرو سکرو صادروي. د دغه وزارت ویاند رفیع صدیقي وايي دوی د ډبرو سکرو ارزښت ته په کتو هغې ته خاصه پاملرنه کړې او کیندونکو ته د مالیاتو له ورکړې وروسته د هغې د کیندلو اجازه ورکول کیږي. دی وايي: « په افغانستان کې ډبرو د سکرو هېڅ داسې کان نشته چې سکره د یې له مالیاتو پرته ایستل شي. هغه کانونه چې تثبیت شوي دي د کانونو وزارت هغه پېژندلی او تخنیکې مطالعه یې روانه ده په همدې ډول هغه چې ثابت شوي دي هغه خصوصي سکتور ته ورکړل شوي دي او خپله تصدۍ د هغې په برخه کې کار کوي.» نوموړی وايي په هېواد کې د ډبرو سکرو د بیو لوړوالی د هغې د کمښت یا قاچاق له امله نه بلکې په هیواد کې د ازاد بازار له امله دی. اقتصادي کارپوهان د ډبرو سکرو په شمول ټولې طبیعي زېرمې د افغانانو ګډه پانګه بولې او سپارښتنه کوي چې د زورواکو او ځینو خاصو کړیو لخوا په غیر قانوني توګه د کانونو د استخراج مخه باید ونیول شي. ویل کیږي چې په تېرو څو کلونو کې په قانوني او مسلکې توګه د ډبرو سکرو استخراج ته نه پاملرنه د دې سبب شوې چې ډېر شمېر کسان په دې لار کې خپل ژوند وبایلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery