مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د چین او افغانستان تر منڅ د همکارۍ ۴ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

احمد فیصل
چین او افغانستان په خپل منځ کې د همکارۍ څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. دغه هېواد هوکړه لیکونه چین ته د ولسمشر غني په مشرۍ د یوه لوړ پوړي افغان پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوي دي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي چین او افغانستان د سیاسي پاسپورټونو، له افغانستان سره د چین د بشري مرستو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو او د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د چین د صنعت او سوداګرۍ د فدراسیون ترمنځ د همکارۍ په برخه کې لاسلیک شوي دي. ولسمشر غني د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال ویلي چې د بهرنۍ پانګونې جذب د نوي حکومت یو ستر لومړیتوب دی او د ملي یوالي حکومت چینايي کمپنۍ هڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. ده له چینايي پانګوالو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د ترانسپورت، د لویو لارو او د اوسپنې پټلۍ د جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery