مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-30   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

په کندهار او میدان وردګو کې ترشلوپوري ملکیان او مخالیفین وژل شوي

سید سلام
په کندهار او ميدان وردګو ولايتونو کې په ځينو امنيتي پېښو کې تر شلو ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې درې وسله وال مخالفين د خپل ماين چاودنې وژلي، بلخوا په همدې ولسوالۍ کې د ماين يوې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي.د دغه راز د همدې ولسوالۍ په رېګ سيمه کې د ماين چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي. د يو بل خبر له مخې، پوليسو د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د کوتل مورچې په ساحه کې د سعد محمد په نوم د وسله والو يو قوماندان نيولى دى. همدارنګه د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery