مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-31   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

په ترافیکي پېښو کې۶تنه مړه او ۵۳نور ژوبل شوي دي

سید سلام
د کابل - مزار او کابل - جلال اباد پر لويو لارو په دوو ترافيکي پېښو کې ۶ تنه مړه او ۵۳ نور ژوبل شوي دي.لومړۍ پېښه نن د کابل- مزار پر لويه لاره د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار په اړونده سيمه کې د سپرليو د ۴۰۴ موټر او د پوليسو د يوه اکمالاتي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت وويل، چې دا پېښه نن سهار په لسو بجو د پلخمري د زمان خېلو په سيمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې درې تنه مړه او ۴۷ نور ژوبل شوي دي.هغه زياته کړه، چې په مړو کې يوه ښځه او په ټپيانو کې ۲۲ ماشومان او ۷ ښځې شاملې دي.د يوه بل خبر له مخې، د کابل - جلال اباد پر لويه لاره دسروبي ولسوالۍ اړونده د مومن خان او شيرينۍ په سيمه کې ترافيکي پېښه شوې ده.د عبدالصبور په نامه د پېښې يوه عيني شاهد وويل، چې په دې پېښه کې درې تنه مړه او ۶ نور ژوبل شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery