دخپریدو نیټه : 2014-10-31 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
په افغانستان کې دناټو یو سرتېری وژل سوی دی .
سید سلام
دناټو په مشرۍ نړيوال (ايساف) ځواکونه وايي په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل سوی دی .
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا خپره سوې خبرپاڼه کاږي ، چې دغه سرتېري يې نن د افغانستان په ختيځ کې په يوه غير پوځي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
سرچينې د وژل سوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى. د دغه سرتېري په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل سوو سرتېرو شمېر ٦٧ ته ورسېد.