مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-31   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

په لوګر کې ۴۰زره کسان په نشه یې توکو روږدي دي

سید سلام
لوګر چارواکي په داسې حال کې په دې ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د شل بستريز روغتون ودانۍ د جوړېدو خبر ورکوي، چې په دې ولايت کې کابو ٤٠زره روږدي کسان شتون لري.دا ودانۍ تېره ورځ د دې ولايت په مرکز پل علم کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.د لوګر والي نيازمحمد اميري د روغتون د پرانېستې پر مهال وويل، د دې روغتون ودانۍ په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول د شپاړس ميليونو افغانيو په لګښت د يو جريب ځمکې په ساحه کې جوړه شوې، چې ۱۳ خونې او څلور تشنابونه لري.ده زياته کړه، د دې ودانۍ د جوړېدو لګښت له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له لوري ورکړل شوى دى.د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد ظريف نايب خېل، وويل، چې دا مهال په لوګر کې شاوخوا څلوېښت زره په نشو روږدي کسان شتون لري، چې په نوي جوړ شوي روغتون کې به د دې ناروغانو درملنه کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery