مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د چین او افغانستان اړیکه؛ ګټې او اړتیاوې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

احمد فیصل
چین او افغانستان لا نور نږدې کېدونکې دي. داسې ښکاري چې دواړه هېوادونه له امنیتي، سیاسي او اقتصادي اړخه اړ دي چې یو له بل سره همکاري وکړه او دغه همکاري د دواړو اړخونو په ګټه ده. چین هم تر پخوا متفاوت او زړور ګامونه اخلي، له همدې امله یې نه یوازې د افغانستان او پاکستان د ستونزې په حل کې د همکارۍ ژمنه کړې، بلکې ویلي یې دي چې تر ۲۰۱۷ کال پورې به له افغانستان سره ۳۲۷میلیونه ډالره مرسته کوي. دا مرسته ځکه د اهمیت وړ ده چې چین په تېرو ۱۳ کلونو کې له افغانستان سره اېله ۲۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د چین او افغانستان همکاري تر ډېره پر دوه اړخېره ګټه او مجبوریت ولاړه ده. چین له افغانستان سره پر پوله نا ارامي لري او په افغانستان کې د وسله والو د فعالیت زیاتېدل د چین د اندېښنې لامل ګرځي، له همدې امله غواړي چې په افغانستان کې امن وي او اوسنی دولت دوام وکړي. د چین دویمه اړتیا د یوه پراخېدونکي اقتصاد په توګه دا ده چې له یوه اړخه د خپلو تولیداتو لپاره بازار پیدا کړي او له بله اړخه ترانیزیټي لارې ولري. تر دې مهمه اړتیا یې خامو موادو او انرژۍ ته ده چې افغانستان د انرژۍ د لېږد د لارې او د خامو موادو د زیرمې په توګه چین ته د اهمیت وړ دی. له همدې امله غواړي چې له افغانستان سره لا زیات نږدې شي او په امنیتي او اقتصادي برخه کې خپلې ګټې خوندي کړي. افغانستان هم چین ته اړتیا لري، افغانستان دا مهال تر بل هر څه سولې او امن ته اړتیا لري او د امن او سولې لپاره د چین مرسته اړینه ده. چین له پاکستان سره ډېرې نږدې او ژورې اړیکې لري، له همدې امله کولی شي پر پاکستان فشار راوړي چې په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي. دغه راز افغانستان په اقتصادي برخه کې هم له چین سره نږدې کېدو ته اړتیا لري. چین په افغانستان کې پانګونه کولی شي او دغه راز زموږ د کانونو د را ایستلو په برخه کې هم ډېر څه کولی شي. له همدې امله موږ له چین سره نږدې اړیکو ته اړتیا لرو. د چین پانګونه او دلته د کانونو په را ایستلو کې د دوی ښکېلتیا نه یوازې افغانستان ته په اقتصادي برخه کې ګټه رسوي، بلکې پر امنیت او ثبات هم مثبت اغېز کوي. پخواني ولسمشر له چین سره د اړیکو یو ښه بنسټ ایښی دی. دغه هېواد ته د نوي ولسمشر د وروستي سفر له امله په همدې برخو کې لا نور ښه پرمختګونه شوي دي. چین لا له وړاندې په افغانستان کې پانګونه پیل کړې ده او د کانونو په برخه کې یې مهم قراردادونه کړي دي. د افغانستان سره لا زیاته مرسته کوي. چین که پخوا په سیاسي او امینتي برخه کې ډېر څه نه وو کړي، اوس وايي چې له پاکستان سره به د افغانستان د ستونزې په حل او سوله کې د درېیمګړي په توګه عمل وکړي. دا ټول ښه پرمخګتونه دي چې افغانستان ته د سولې، امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ په برخه کې ښه زیری دی. هیله ده چې دا اړیکې د همدې اړتیاوو او ګټو پر بنسټ لا زیاتې پیاوړې شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery